د پاکستان د پنجاب صوبې د سيالکوټ پوليسو نن سهار وختې ویلي، صحافي، اېنکر عمران رياض خان بيرته کور ته راستون شوی دی. د نوموړي وکیل ميا علي اشفاق هم دغه خبر تاييد کړی دی.
د خبريالانو د حقونو د څار نړيوال تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر په11مه مې ویلي وو، د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نيولو وروسته د احتجاجونو په مهال په خبريالانو تشدد شوی او د بول نيوز ټي وي اېنکر عمران رياض خان تشدد پله د راپارولو په تور د سيالکوټ د هوايي اډې څخه نيول شوی وو.
په اول سر کې د پنجاب پوليسو ويلي وو، عمران رياض خان په 15 مې خوشی کړی شوی خو د هغه پلار بيا په 16مه مې د هغه د بې درکۍ مقدمه درج کړې وه او لاهور هايکورټ ته د زوي د خوشي کولو دپاره خواست کړی وو.
ياده مقدمه چې په لاهور هايکورټ کې روانه وه، روانه میاشت د پنجاب پولیسو مشر [آی جي] عثمان انور عدالت ته ويلي وو، عمران رياض به زر خوشی شي.
په 13م ستمبر پولیس مشر عدالت ته ويلي وو، په لسو، پينځلسو ورځو کې به ښه خبر راشي او عدالت بيا د 20م ستمبر په اورېدنه کې پوليسو مشر ته د 26م ستمبر پورې وخت ورکړی وو.
نن سهار د سیالکوټ پوليسو او د عمران رياض وکيل د هغه کور ته رسېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د دفاع پخواني وزير خواجه اصف د مې د میاشتې په وروستيو کې د وي او اې اردو سره په يوه مرکه کې د عمران رياض په بې درکۍ د لاعلمۍ څرګندونه کړې او ويلي یې وو، کوم خبريالان چې د يو ګوند پلوي کوي هغه بيا خبريالان نه وي.
هغه ويلي وو، " ماته نه ده پته، چې هغه چرته دی، خو هغه د سيالکوټ اېرپورټ نه د بهر تللو کوشش کوو، کله چې تاسو په نظام يقين ساتۍ نو بيا به هلته پاتې کېږئ، تېښته به نه کوئ. کوم صحافيان چې دومره ښکاره د يو ګوند ملاتړ کوي هغوي بيا صحافيان نه شي کېدلی".
عمران رياض د کال 2022م د جولایۍ په میاشت کې هم د غدارۍ په مقدمه کې نیول شوی وو.