پېښور: سي ټي ډي د داعش د څلورو افغان غړو نيولو دعوه کړې

د پښتونخوا سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې پېښور کې یې د داعش څلور افغان غړي نيولي دي. سي ټي ډي د قلنګ په اخستو کې ککړ د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د دوه غړو د نيولو دعوه هم کړې ده.

سي ټي ډي ویلي، پېښور کې د داعش افغانان نيول شوو غړو د حملو پلان جوړ کړی و، د مذهبي لږکيو خلک او امنیتي ځواکونه یې په نخښه کول.

داعش له دې وړاندې په پېښور کې د لږکيو د غړو د وژلو زمه وارۍ منلي دي.

داعش په 30مه جولايۍ په باجوړ کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند په غونډه د ځانمرګي برید زمه واري منلې وه. پوليسو په بريد کې د 56 کسانو د وژل کېدو او 83 ژوبلېدو ويلي وو.

د سي ټي ډي ډي ايي جي عمران شاهد پرون په پېښور کې يوه خبري غونډه کې دعوه کړې د ټي ټي پي دوه غړي يې نيولي څوک چې په قلنګ اخستو کې ککړ دي.

نوموړي ویلي، د ټي ټي پي غړي په لاهور کې نيول شوي، د نيول شوو ملزمانو پېژندګلو، فېض الله تعلق یې د مومندو ضلعې او سعيدالله تعلق یې د افغانستان سره ښودل شوی دی.

عمران شاهد ويلي، نیول شوو ملزمانو به په مومندو کې د ماينونو د مالکانو نه د قلنګ پېسې غوښتې او هغه پېسې به په ترهګرۍ کې کارېدې.

ټي ټي پي په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

پرون د نهې په ورځ د پاکستان پوځ هم دعوه کړې چې د 25م او 26م ستمبر په مینځنۍ شپه کې یې د افغانستان سره په پوله پرتې خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د ترهګرو سره نښته شوې او د يو ترهګر کمانډر کفايت عرف تور عدنان په ګډون یې درې ترهګر وژلي دي.

پوځ ویلي، وژل شوی ترهګر کمانډر د امنیتي ځواکونو پرضد ترهګرو بريدونو او عامو خلکو په وژنه کې ککړ وو.

په دې وروستیو کې د پاکستان بیلا بیلو سیمو او په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټکه شوې او وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.

دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي او ورپسې په دوهم نمبر بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

پاکستان کې د یوې غیر حکومتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.

د پاکستان پوځ وايي د ترهګرو تنظیمونو پرضد يې ګڼ شمېر عملیات کړي دي او څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده.

په هېواد کې د ترهګرۍ د وروستۍ لړۍ وروسته، پاکستاني چارواکو ویلي د دې ترهګرۍ په شا په افغانستان کې موجود وسله وال دي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي دا خبره ردوي او وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.