جان اڅکزی: ترهګر او سهولت کار به یې ختمولی شي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د چاودنې د پېښې وروسته نګران وزير اطلاعات جان اڅکزي ویلي، ترهګر او سهولت کار به یې ختمولی شي.

په مستونګ سیمه کې د جمعې په ورځ [29 ستمبر] د عيدميلاد النبي په جلوس چاودنه کې د ځايي ميډيا ترمخه نزدې 60 کسان وژل شوي وو.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې او د يادې پېښې مقدمه د نامعلومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

جان اڅکزي پرون د اتوار په ورځ خبري غونډې ته ویلي، د ترهګرۍ پرضد د پوځ د مشر د موقف تاييد کوي، صوبايي حکومت د امنیت د بحالۍ دپاره د هر ډول مرستې باور ورکوي.

هغه ويلي، د پوځ د مشر د وژن مطابق به د صوبې امنیت مستحکم کولی شي.

"زه باور درکوم د يوې يوې انچې دفاع به کوو، په ټول پاکستان کې هره ورځ پېښې کیږي، په بل ځای کې ولې نه کيږي؟ په ازبکستان، تاجکستان او ايران کې ولې نه کیږي؟ د دې مطلب دا دی چې د دې په شا يو منظم پلان دی او د پاکستان بې ثباته کولو هڅې کيږي خو نور بس دی، د چا سره به هیڅ رعايت نه شي کولی، د ترهګرو پرضد جګړه اعلان شوې ده".

د خالي په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي هم ويلي وو، ترهګر چې هر ځای وي پرضد به یې بشپړه کارروايي کولی شي او ټولې ځالې ورته معلومې دي.

بګټي د مستونګ په پېښه کې د وژل شمېره 55 او ژوبلو شمېره 139 ياده کړې وه. هغه ویلي وو، ترهګر به له خپلو غارو راباسي او تر خپل انجامه به یې رسوي.

"که داعش وي، که ټي ټي پي وي یا بل هر څوک چې په هر نامه باندې تشدد کوي ریاست به د دې ځواب ورکوي، پر حافظ حمدالله چې چا برید کړی وو، د هغه سرغنه هم مونږ وژلی دی".

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر یو ځل بیا د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره «را» تورنه کړې، خو هند دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

سرفراز بګټی ويلي وو، "چې هر څوک له دوې سره مرسته کوي او یا خواخوږي ورسره لري، چې هر څوک وي او په هر نوم باندې وي زموږ لپاره ټول یو دي، ټوله له يوه ځایه کنټرول کيږي".

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره خپل تازه رپوټ کې ویلي، سږکال د ټول هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې 57 فیصده زیاتوالې راغلې دی. رپوټ دا هم وایي چې په پنجاب صوبه کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تشدد پېښې کمې شوي، خو په نورو صوبو کې زیاتې شوي دي.

د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) ويلي، سږکال په ټول هیواد کې ترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې چې په کې 36فيصده بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لویه شرحه ده.

رپوټ کې ویل شوي، په تیرو درېیو میاشتو کې د تندروۍ په پیښو کې 58فيصده عام وګړي، 23فيصده امنیتي ځواکونه وژل شوي، او په دغه موده کې د وژل شوو کسانو په ډله کې یوازې 20 فيصده يې تندلاري وسله وال وو.