طالبان: اسلام اباد کې د افغان کډوالو ژوند د پوليسو له لاسه ډېر تنګ شوی

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ویلي، يو پلاوي يې د اسلام اباد پوليسو مشر سره ليدلي او د افغان کډوالو ستونزې یې ورسره شريکې کړي دي.

سفارتخانې په اېکس [پخواني ټويټر] ویلي، د سفارتخانې پلاوي پوليس مشر اکبر نصير خان ته ویلي:

"په ځانګړي ډول اسلام اباد کې د افغان کډوالو ژوند د پولیسو له لاسه ډېر تنګ شوی. د بې اسنادو ترڅنګ اسناد لرونکي کډوال نیول کیږي، ښځي او ماشومان ځورول کیږي چې دا ډول کړنې لویي اندیښنې راپارولی دي".

د سفارتخانې ترمخه پاکستاني لوري وویل، "که څه هم حکومت یې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په برخه کې امنیتي ادارو ته قاطع امر کړی خو کوښښ کوي چې سند لرونکي کډوال، همداراز ښځي او ماشومان ونه نیسي".

د اسلام اباد پوليسو د ليدنې په حواله کوم بيان نه دی ورکړی خو له دې وړاندې یې ویلي وو، "د غېر ملکيانو ضد عملياتو کې د 1126 کسانو پلټنې شوي، د 503 سره هیڅ ډول اسناد نه وو، د هغوی پرضد د بهرني اېکټ لاندې کارروايي شوې او عدالتونو ته وړاندې شوي وو".

ویل شوي وو، "د 623 کسانو سره منظور شوي د پېژندګلو اسناد وو او هغوی خوشي کړی شوي وو".

د پوليس ترمخه، په دغه ټول عمل کې کومه ناوړه يا ناخوشګواره پېښه نه ده شوې.

له دې وړاندې د نهې/سه شنبې په ورځ د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، په تېرو دوو اوونيو کې د پاکستان په مختلفو برخو، اسلام اباد او خواوشا سيمو کې 1000 تنه افغانان نیول شوي چې وایي نيمايي يې د مهاجرت يا سفر اسناد هم لري. سفارتخانې دعوه کړې د افغانانو نيولو د عملياتو په مهال ځينې کسان وژل شوي هم دي

اسلام اباد کې د پوليسو له لاسه د افغان کډوالو تنګولو، نيولو او ځورولو د تورونو وړاندې د تېرې ستمبر د میاشتې راهسې په کراچۍ کې هم افغان کډوالو په پوليسو دغه ډول تورونه لګولي وو.

د کډوالو په خبره د کراچۍ پوليسو به د پېسو دپاره تنګول، نيول او ځورول خو پوليسو دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو يواځې غېر قانونه غېر ملکيان نيسي.

پاکستان اعلان کړی چې نومبر د وړمبي تاریخ نه پس به د افغانانو په شمول د غیر قانوني غیرملکیانو خلاف اقدامات کوي او د هېواد نه به ویستل کېږي.

د پاکستان فېصلې ته په غبرګون کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل "په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی".

هغه ویلي وو په پاکستان کې مېشته " افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري".

د غېر قانوني غېر ملکیانو په اړه د اقداماتو اعلانولو په لړ کې د پاکستان د داخله چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ويلي وو، په پاکستان کې په ځینو وروستیو ځانمرګي حملو کې افغانان هم ککړ وو. هغه په دې اړه څه ثبوت نه وو وړاندې کړی.

ملګرو ملتونو د پاکستان اعلان د اندېښنې وړ بللی دی.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل او هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، چې په پاکستان کې د انساني حقونو غېر حکومتي تنظیم دی، د پاکستان په فېصله یې تنقید کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب هم د غېرقانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

پرون د زیارت په ورځ د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د چین په تبت ښار کې د افغانستان د واکمنو طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي سره ملاقات کړی او د پاکستان خارجه وزارت ویلي جیلاني ژمنه کړې چې د افغانستان سره به دوه اړخیزه تعلقات نور مضبوطوي.