امریکې د اسرايل د مرستو دپاره د سمندري بېړۍ لېږلو اعلان کړی

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر لوېډ اسټين د اتوار، يکشنبې په ورځ سمندري بېړۍ ته امر کړی چې ختيځ بحېره روم ته د اسرایل د مرستو دپاره لاړه شي. په اسرايل د حماس د خالي، يکشنبې د بريدونو وروسته دواړو غاړو ته د 1000 پورې کسان وژل شوي دي. په وژل شوو کې امریکايان هم شامل دي.

د اې پي د خبر ترمخه، د امريکې USS ګېرالډ آر فورډ، سمندري بېړۍ د سمندري ځواک تر ټولو نوې او پرمختللو جنګي الوتکو بېړۍ ده، په بېړۍ کې به خواوشا 5000 سېلرز يا عسکر او جنګي الوتکې وي، او هر څه ته ممکنه ځواب ويلو ته به تياره وي، او حماس ته د اضافي وسلو د رسايۍ د مخنيوي څارنه به کوي.

ویل شوي د امريکې په دومره غټه کچه سمندري بېړۍ ځای پر ځای کول څرګندوي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونيسي.

د اسرايل حکومت د اتوار، يکشنبې په ورځ رسمي جګړه اعلان کړې او د حماس څخه د بدل اخستو لپاره یې د مهمو پوځي اقداماتو اشاره ورکړې ده.

يو امريکايي چارواکي ویلي، د لومړو رپوټونو ترمخه، په اسرایل د حماس په حملو کې لږ تر لږه څلور امريکايي وګړي هم وژل وي او اووه نور بې درکه دي.

په يروشلم کې د امريکايي سفارتخانې چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، د امریکايي وګړو شمېره سېوا وه او د پوره شمېرو راټولولو وروسته تعداد بدلېدی شي.

ويل شوي د فورډ سره، يو اېس اېس نارمېنډي، او ويجاړوونکی USS تهومېس هډنر، USS رېمېج، USS کېرني، USS روزويلټ، او د امريکايي هوايي ځواک F-35, F-15, F-16 او A-10 جنګي الوتکې هم شاملې دي.

لوېډ اسټېن ویلي، امریکا په نړيواله کچه تيار ځواکونه ساتي چې د ضرورت په وخت مخنيوی نور هم پياوړی کړي.

هغه زياته کړې، د بايډن انتظاميه به د اسرایل د دفاعي ځواکونو دپاره په چټکتیا سره نور اضافي آلات او سرچينې برابروي چې وسله هم پکې شامله ده. لومړۍ امنیتي مرستې د نن څخه روانې شوې دي، چې په راتلونکو ورځو کې به ورسي.

ويل شوي، نارفولک د ورجينيا بار وړونکې بېړۍ له وړاندې نه په بحېره روم کې موجوده وه، چې تېره اوونۍ یې د اټلي سره سمندري تمرينات کول.

د سپينې ماڼۍ ترمخه د امريکې صدر جوبايډن د اسرايل د وزیراعظمم بېنجمن نېتن ياهو سره د حماس ترهګرو لخوا د کورنيو، پوخ عمره کسانو او ماشومانو يرغمال کولو په حواله خبرې کړي او زياته کړې یې ده بايد ټول هېوادونه د داسې وحشي ظلمونو به وړاندې متحد ودریږي.

بايډن، نېتن ياهو په امريکايي سفارتي مرستو خبر کړی او ويلي يې دي په راتلونکو ورځو کې به د اسرايل پوځ سره نورې مرستې وکړی شي.

دوی ويلي، چې د اسرايل هيڅ دښمن نه شي کولی چې د روانو حالاتو نه به ګټه پورته کړي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د اتوار په ورځ د سعودي عرب، ترکي او متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزیرانو سره هم خبرې کړي، د هر هيواد د مصروفيت ډاډګېرنه یې کړې چې د حماس حملې ودروي او د يرغمال شوو د خوشي کولو په لړ کې یې د امریکا توجه څرګنده کړې ده.

امریکې ویلي د اسرايل سره ولاړه ده او د حماس د وحشي جګړې غندنه کوي.

[د خبر معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي]