په اسرايل د حماس وسله والې ډلې د بريد او د هغې وروسته د اسرايل د هوايي ځواکونو کارروايي او جګړه دوام لري. د جګړې په حواله د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د بندې کمرې غونډه شوې خو د شورا غړي کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.
امریکا ويلي، په غونډه کې څو هيوادونو د حماس حمله غندلې ده. خو د ټولو غړو هيوادونو لخوا دغه حملې ته کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
امریکې په اسرايل حملې ته ترهګر بريد ویلي دي.
د امنيتي شورا د غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکې مرستيال سفير رابرټ ووډ مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، د امنیتي شورا په غړو هيوادونو کې ګڼو د حماس د حملې غندنه وکړه.
د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې 15 غړي دي، امريکا، روس، چين، فرانس او برتانیه یې مستقل غړي دي.
د امریکا سفير ویلي، ټولو غړو هيوادونو د حماس حمله نه ده غندلې.
خو په ملګرو ملتونو کې د روس استازي واسیلي نبېنزا اې پي خبري ادارې ته ويلي، د امنیتي شورا په غونډه کې امریکا د دې ويلو هڅه کړې چې ماسکو د حملې غندنه نه ده کړې خو دا خبره سمه نه ده.
هغه ویلي، په خپله وينا کې یې په ټولو وګړو د بريدونو غندنه کړې ده.
هغه ویلي، د روس ښکاره دريځ دی چې جګړه دې په سمدستي ډول ودرول شي او اوربند دې وشي.
له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د چین سفير ژانګ جين د امنیتي شورا په غونډه کې د ګډون نه وړاندې ویلي، چين په ټولو وګړو د بريدونو غندنه کوي خو هغه د حماس نوم نه وو ويلی.
هغه هم ويلي، جګړه دې ودرول شي دا وخت دا مهمه ده چې نور وګړي ونه وژل شي. هغه د اسرايل او فلسطين د دوه رياستونو په حل ټینګار کړی دی.
د امریکې سفير ویلي، امریکا د حماس د ناتاره اشغال او ترهګرۍ غندنه کوي او زياته کړې یې ده حماس دې د اسرايلي ولس پرضد د تشدد کارروايانې بندې کړي.
مالټا د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې غېر مستقل غړی هيواد دی او دغه هنګامي غونډه یې بللې وه. د مالټا سفير وينيسا فريزر ویلي وو زیاته غندنه دې د حماس وشي.
هغه ویلي، فلسطينان هم د دې جګړې ښکار کيږي او حماس دوی په دغو حالاتو کې ښکېل کړي دي.
د اسرايل سفير جلعاد يردان د غونډې نه وړاندې ویلي وو حماس ناڅاپه وحشي قتل عام کړی دی.
هغه په غزه کې د حماس په وسله والو د جنګي جرمونو تور لګولی او په اسرايل د حماس حملې ته یې 9/11 ويلي دي.
او په ملګرو ملتونو کې د فلسطين سفير رياض منصور ویلي، د اسرايل لخوا د غزه ناکه بندۍ او په دغه سیمه د بيا بیا حملو باوجود یې د حماس وړتيا نه ده تباه کړی شوې.
هغه زياته کړې د اسرايلي عملياتو له امله په غزه کې د خلکو ستونزې سېوا شوي دي.
[خبر د اېسوسي اېټډ په مننه]