اسرایل دنهې- سې شنبې په ورځ ویلي چې د دوي پوځ دغزې په پټۍ کې شپه په شپه په سوؤنو اهداف په نخښه کړي دي.
د اسرایل د وزیراعظم نیتن یاهو ویلي اسرایل د حماس د برید جواب په "دا لاپیل دی" عملیاتو ورکړی دی.
د اسرایلي پوځ ویاند رچرډ هیچټ ویلي د حماس د 1500 وسله والو مړي د شنبې په ورځ په اسرایلي سیمه کې دهغوي له مداخلې وروسته موندل شوي دي اؤ دا چې د ګل یا دوشنبې د ورځې نه راپدیخوا هیڅ یو وسله وال د اسرایل خاورې ته نه دی ننوتلی.
په غزه کې اسرایل خپلو هوایي بریدونو کې رمال سیمه هم په نخښه کړې ده چې دحماس مهمې ودانۍ او سرکاري دفترونه دي.
د دوشنبې په شپه ناوخته د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو خپله یوه وینا کې ویلي" راتلونکو ورځو کې چې به هم د خپلو دښمنانو سره څه کوؤ نو د هغوي راتلونکي نسلونه به یې هم په یاد ساتي"
د حماس یو پوځي ویاند هم ګواښ کړی دی چې دوي تر 150 اسرایلیان یرغمال کړي اؤ اسرایل چې کله هم په غزه کې په عامو وګړو ګولۍ وروي نو د هرې بمبارۍ په بدل کې به یې دوي یو،یو اسرایلي یرغمالي وژني اؤ ویډيوګانې به یې خوروي.
تر دې وړاندې داسرایل ددفاع وزیر یوو ګیلنټ پخپل یو ویډيو بیان کې ویلي وؤ چې اسرایل به د غزه بشپړه محاصره کوي اؤ په فلسطیني سیمه به بجلي،خوراک،اوبه، ګیس اؤ نور سهولتونه بندوي.
خو د بشري حقونو بیلابیلې ډلې بیا وایي که چرې اسرایل دغسې وکړي اؤ د غزه اوسیدونکو ته اجتماعي سزا ورکړي نو دا به د نړیوال قوانینو څخه سخته سرغړونه وي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د اسریل او حماس په جګړه کې د عامو خلکو پر اغېزمنېدو اندېښنه ښکاره کړې او پر اسریل د بریدونو د سمدستي ودرېدو او د یرغل کسانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلی ګوتېریش وایي، د حماس د بریدونو په خلاف د اسرایلو قانوني امنیتي اندېښنې ورته معلومې دي، خو وایي پوځي عملیات باید د بشردوستۍ د قوانینو په چوکاټ کې وشي.
ښاغلي ګوتېریش د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو په دفتر کې خبریالانو ته وویل، په بریدونو کې باید ملکي وګړو ته درناوی وشي او و ژغورل شي او د عامو خلکو ودانۍ باید په نخښه نه شي.
انتونیو ګوتېریش وایي د فلسطین د خلکو قانوني شکایتونه مني خو وایي پر اسرایل د حماس ډلې "د ترهګرۍ کارونه" او د خلکو وژل، ټپي کول او تښتول جواز نه لري. هغه د دغو بریدونو د سمدستي درولو او د یرغمل کسانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه:
تازه رپوټونه وایي د وژل شویو اسرایلیانو شمېر 900 او په غزه کې د وژل شویو خلکو شمېر 600 ته رسېدلی دی، ښاغلي ګوتېریش هم وویل کېدای شي دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي ځکه چې وایي جګړه لا روانه ده او ډېر مړي او ټپیان نه دي شمېرل شوي.
دا مریکې صدر جوبایډن منلې ده چې په وژل شوؤ 11 امریکایان هم شامل دي.
ددې ترڅنګ د حماس اؤ اسرایل په جګړه کې د ارجنټینا،برتانیه، کمبوډيا،فرانس،نیپال،تایلینډ، اؤ یوکراین وګړي هم وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې غزه کې اوسیدونکو 2.3 میلینه وګړو کې د 187,000 نه زیات په اندروني توګه بې کوره شوي دي
( د وي او ای انګلش په مننه)