واشنګتن – اسرایلو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، دوی د جګړې د وخت یو بېړنی ګډ حکومت جوړ کړی چې له حماس جنګیالیو سره جګړه وکړي.
په ورته وخت کې له غزې سره یې نېږدې درې لکه سرتیري هم راټول کړي چې کېدای شي د فلسطین خاورې ته د ننوتلو په عملیاتو کې ترې کار واخلي.
وزیر اعظم نتنیاهو د جګړې یوه کابینه جوړه کړې چې د دفاع پخوانی وزیر بینې ګنتز، د مرکزي مخالف د ملي یوالي ګوند مشر، اوسنی د دفاع وزیر یواو ګلانت شامل دي چې په ځانګړي ډول د حماس پرضد جګړې ته پام وکړي.
حماس د تېرې شنبې یا خالي په ورځ په اسرایلو باندې توغندي توغولي وو.
دغه غیر عادي جوړ جاړی د نتنیاهو د ښې اړخي حکومت د کابینې له نورو وزیرانو سره په ظاهره پر ځای پاتې کېږي او له دې سره د کلونو راهیسې په سیاسي توګه وېشل شوې دغه ټوټې سره راټولېږي.
نتنیاهو ژمنه کړې چې په غزه کې به د حماس واک ختموي چې د حماس جنګیالي نور اسرایل و نه ګواښي.
د حماس او اسرایلو ترمنځ په روانه جګړه کې چې نن یې پنځمه ورځ ده، د اسرایلو په وینا ۱۲۰۰ اسرایلیان او بهرنیان پکې وژل شوي چې ۲۲ تنه یې امریکایان دي او دغه ډول ۲۷۰۰ نور ژوبل شوي دي.
په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ویلي، ۱۷ نور امریکایان لا تر اوسه هم بې درکه دي.
فلسطیني چارواکي وايي، ۱۰۵۵ کسان یې د اسرایلو په ځوابي بریدونو کې وژل شوي او ۵۲۰۰ نور ژوبل شوي دي.
خو په غزه باندې د اسرایلیانو په ننوتلو سره به له شک پرته چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، امریکا په اسرایلو کې له نېږدې د حالاتو څارنه کوي.
بایډن ویلي، چې هغه د شورو یا چهارشنبې په ورځ له نتنیاهو سره خبرې کړي او دا په دې وروستیو ورځو کې د دواړو مشرانو ترمنځ څلورم ځل خبرې دي.
بل پلو د حماس جنګیالیو په غزه کې ۱۵۰ تنه اسرایلیان هم له ځان سره یرغمل کړي چې سرتیري، سړي، ښځې، ماشومان او ځوانان پکې شامل دي.
د هغوی برخلیک تر ډېره نامعلوم دی او خپلوانو یې په ټي وي ګانو باندې د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې حماس د شورو یا چهارشنبې په ورځ هم په اسرایلو باندې راکټونه توغولي دي او اسرایلو هم په غزه باندې د باران په څېر بمبارۍ کړي.
اسرایلو په غزه باندې خواړه، اوبه، د سون توکي او درمل بند کړي چېرې چې ۲.۳ میلیونه فلسطینیان ژوند کوي.