افغانستان د کرکټ نړیوال اتل انګلېنډ ته ماتې ورکړه

  • شعیب ذاده

د افغانستان راشد خان د انګلېنډ مارک ووډ وکټ اخستو وروسته انګلېنډ ته په ماتې ورکولو د نورو لوبغاړو سره خوشحالې لمانځي.

په هند کې روان د کرکټ نړیوال جام په ۱۳مه لوبه کې د افغانستان لوبډلې نړیوال اتل انګلېنډ ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه. د کرکت مبصرینو په وینا دا د روان نړیوال جام تر ټولو لوې اپ سېټ دی.

د لوبې پچه / ټاس افغانستان ګټلې وه او لومړې یې د بېټنګ/ توپ وهنې فیصله وکړه. د افغانستان اوپنرانو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران ښه بېټنګ وکړو او د ۱۱۴ منډو پارټنرشپ یې جوړ کړو.

که څه هم د دغې پارټنر شپ وروسته د افغانستان دوه پرله پسې وکټې وسوځیدې خو وروسته بیا اکرام عليخیل، مجیب الرحمان او راشد خان تېزې منډې جوړې کړې او انګلېنډ ته یې د ۲۸۵ منډو حدف ورکړو.

د افغانستان لخوا رحمان الله ګربز ۸۰، اکرام عليخیل ۵۸، ابراهیم ځدران او مجیب الرحمان ۲۸، ۲۸ او راشد خان ۲۳ رنزونه جوړ کړل.

د انګلېنډ کېپتان جاش بټلر

د انګلېنډ لخوا عادل رشید تر ټولو ښه بالنګ وکړو او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. د انګلېنډ مارک ووډ ۲ او رېسیي ټاپلي، لیېم لېیونګسټن او جو روټ یو یو لوبغاړی وسوځو.

د ۲۸۵ هدف که څه هم د کرکټ نړیوال اتل انګلېنډ لپاره دومره لوې حدف نه وو خو د نړۍ تر ټولو خطرناک سپېن بالران لرونکي افغانستان پرضد دغه حدف ترلاسه کول د هیڅ یو ټیم لپاره اسان نه دي.

د انګلېنډ بېټنګ په شورو کې د فضل حق فاروقي او مجیب الرحمان بالنګ د انګلېنډ اوپنر جاني بېرسټو او بیا جو روټ ډیر زر اوټ کړل او د انګلېنډ لوبډله یې په شورو کې په مشکل کې واچوله.

د انګلېنډ لخوا هېري بروک ۶۶ او ډېوډ مېلان ۳۲ منډې جوړې کړې. خو لوبډلې یې د افغانستان د دریو سپېن بالرانو د جادويي بالنګ مقابله وه نه کړی شوه.

راشد خان او مجیب الرحمان دواړو په ننې لوبه کې ۳،۳ وکټې واخستې.

د افغانستان مجیب الرحمان، راشد خان او محمد نبي د کرکټ په نړۍ کې په سپېن ټرایکا ( د سپینرانو مثلث) یادیږي او د کرکټ تر ټولو خطرناک سپېن اټېګ ګڼل کیږي.

نن هم د افغانستان دغه درې واړو سپېنرانو د انګلېنډ لوبډله نه خو منډو جوړولو ته او نه په وکټ اېساریدو ته پرېښودل او پرله پسې یې لوبغاړي وسوځېدل چې ورسره د انګلېنډ ټیم د سخت دباو لاندې راغی.‌

په ننې لوبه کې د افغانستان لخوا مجیب الرحمان او راشد خان ۳، ۳ محمد نبي ۲، فضل حق فاروقي او نوین الحق یو یو وکټ واختسو. مجیب الرحمان په خپل غوره بالنګ او تېزو منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی یا مېن اف دي مېچ جاېزه ترلاسه کړه.

د انګلېند پوره لوبډله په ۴۰.۳ اورونو کې په ۲۱۵ منډو جوړولو اوټ شوه او افغانستان دغه لوبه ډېر په اسانه په ۶۹ منډو وګټله.

دا ننۍ لوبه د افغانستان او انګلېند دواړه لوبډلو په روان جام کې دریمه دریمه لوبه وه. دواړه لوبډلو دوه دوه لوبې باېللي او یوه یوه یې ګټلې. دواړه لوبډلې ۲،۲ پواېنټونه لري او د ننۍ لوبې وروسته افغانستان په پواېنټ ټېبل د ۱۰ نه ۶ مقام ته لاړه.

په پواېنټس ټېبل دا وخت هندوستان په لومړي ، نیوزيلېنډ په دویم، سویلي افریقا په دریم او د پاکستان لوبډله په څلورم مقام دي.

افغان لوبډله به خپلې پاتې لوبې د نیوزيلېنډ، پاکستان، سري لنکا، نېدرلېنډ، اسټریلیا او جنوبي افریقا پرضد کوي.