پېښور:د وسله والو په برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی دی

د وسله والو برید کې د وژل شوي پولیس عسکر نعیم جنازه ادا کولی شي

د خېبر پښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو پولیس عسکر وژل شوی دی اؤ وسله وال د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي.

دا پېښه د شورو -چهارشنبې په ورځ د پېښور په کلیواله سیمه متهره کې رامنځته شوې ده.

د متهرې تاڼې محرر وي او ای ډیوه ته ویلي چې د نعیم په نامه یو پولیس عسکر د خپل ملګري سره په موټر سایکل روان ؤ چې په پیربالا سیمه کې پرې نامعلومو وسله والو ډزې کړې دي.

هغه وایي په دغو ډزو کې نعیم په سینه اؤ لاسونو په ګولیو لګیدلی اؤ په موقعه یې ساه ورکړې ده اؤ د هغه بل ملګری اصف په ډزو کې سخت ژوبل شوی دی.

په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې خېبر پښتونخوا کې په امنیتي عسکرو په نزدې وختونو کې څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه وارۍ تحریک طالبان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان قبولې کړې دي.

د پېښور د ورسک سیمې د پولیسو مشر یا ایس پي محمد ارشد رسنیو ته ویلي دي چې پولیسو برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي خو وایي پولیسو دهغوي د نیولو لپاره سیمه کې په پراخه کچه د لټونې عملیات پیل کړي دي.

نوموړي ویلي تر پېښې سمدستي وروسته هغه اؤ د پولیس چارواکي پخپله د پېښې ځای ته رسیدلي، له دغه ځایه یې مهم شواهد راټول کړي اؤ د پېښې پلټنې روانې دي.

دا پېښه درې ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې ده چې په خېبر پښتونخوا کې ترهګرۍ ضد محکمې په 15م اکتوبر د 128 مطلوبو ترهګرو نوی نوملړ اؤ د هغوي عکسونه خپاره کړل اؤ ددغو ترهګرو په سرونو یې په مجموعي توګه د 10 کروړو روپو نه زیات انعامونه وویستل.
تر دې وړاندې په 30م ستمبر هم پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې د 30 ترهګرو نومونه اؤ عکسونه خپاره کړي وؤ اؤ دهغوي پسرونو یې په مجموعي توګه تر دریوو کروړو روپو زیات انعام ویستلی ؤ.

په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.