اسلام اباد هايکورټ امر کړی نواز شریف دې ملک ته په ستنېدو نه نیول کېږي

د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ ن ګوند د مشر نواز شریف ملک ته په بیرته راتلو د نه ګرفتارولو حکم کړی دی.

د رپوټونو ترمخه، د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروقي او جسټس میاګل حسن اورنګزېب د نواز شريف د حفاظتي ضمانت په خواست اورېدنه کړې او فېصله یې اورولې وه. عدالت ويلي، نواز شریف دې د 21 نه تر 24 اکتوبر پورې ونه نيول شي.

د ځايي ميډیا ترمخه، د اسلام اباد احتساب عدالت د توشه خانې په قضيه کې هم د نواز شریف وارنټ معطل کړی دی.

د نواز شریف وکیل قاضي مصباح عدالت ته ویلي نواز شریف په 21م اکتوبر پاکستان ته راځي او په 24م اکتوبرعدالت ته پېش کېدل غواړي او بيا د عدالتي بحث وروسته جج محمد بشير فېصله محفوظ کړې او بيا یې اورولې ده.

جج ويلي، د 24م اکتوبر پورې د نواز شریف د ګرفتارولو وارنټ معطلوي خو که هغه پېش نه شو بيا به نوره کارروايي کولی شي. د توشه خانې په قضيه کې په نواز شریف په غېر قانونه توګه د ګاډو اخستو تورونه دي.

د اسلام اباد هایکورټ هم د العزيزيه او ايون فيلډ رېفرنس په قضیه کې د نواز شریف حفاظتي ضمانت منظور کړی او د 24م اکتوبر پورې یې د هغه ګرفتاري ودرولې ده.

د احتساب عدالتونو د ايون فيلډ او العزيزيه رېفرنس په قضيو کې نواز شریف ته سزا اورولې، او د توشه خانې په قضیه کې اشتهاري ګرځول شوی وو.

نواز شریف ته په 2019م کال کې عدالتونو د علاج دپاره برتانیې ته د تلو ضمانتونه ورکړي وو.

نواز شریف ته په کال 2018م کې په یادو قضيو کې د اووه کاله بند سزا اورول شوې او هغه بيا د کال 2019م په نومبر کې د علاج دپاره برتانيې ته تللی وو.

مسلم ليګ ن ګوند ویلي، د نواز شریف د راتلو دپاره یې تیاريانې پېل کړي هغه به په 21م اکتوبر پاکستان ته رارسي او د لاهور په مينار پاکستان مېدان کې به جلسه کوي.