د هند همجنس پرستو ويلي، تر خپل منځ د ودونو نه کولو عدالتي فېصلې یې زړونه مات کړي

په هند کې همجنس پرستو ویلي، د سپريم کورټ لخوا د همجنس پرستو ودونه قانوني نه ګرځولو په فېصله یې زړونه مات شوي او مايوسه شوي دي.

د سپريم کورټ په فېصله همجنس پرست جوړو، اېل جي بی ټي ټولنې او د دوی د حقونو دپاره کار کوونکو فعالو مايوسي څرګنده کړې او ناز فاونډېشن چې د جنسي برابرۍ دپاره کار کوي، ويلي یې دي دوی فېصلې ته خوشبينه وو خو مايوسه شوي دي.

ناز فاونډېشن د همجنسو رشتې کول غېر قانونه ګرځولو مادې 377 پرضد د دهلي هايکورټ ته خواست کړی او سپريم کورټ بيا دغه ماده کالعدم کړې او د همجنسو رشتې ته یې قانوني درجه ورکړې وه.

د ناز فاونډېشن مشر ساحل چودري ویلي، د سپريم کورټ دا تبصره د قبلولو وړ نه ده چې يادې ټولنې ته قانوني حق ورکول یې په واک کې نه دي.

د همجنس پرستو دپاره خواست کوونکي سپريو چکرورتي هيله څرګنده کړې چې يوه ورځ به ورته د ودونو حق ترلاسه شي.

هغه ویلي په 2018م کال کې يو پرمختګ شوی د هم جنسو رشتې ته قانوني درجه ترلاسه شوې او يوه ورځ به د همجنسو ودونه هم په قانوني توګه ومنل شي.

خواست کوونکو ويلي، يادې فېصلې ته د بيا کتنې خواست کولی شي او دوی ته به خپله تګلاره بيا تيارول وي.

دوی ويلي که فېصله یې په حق کې راغلې وای د کورنيو او خلکو رویې به د دوی دپاره بدل شوې وې د کورنيو سره به ورته دغه جګړه اسانه شوې وه.

د هندوستان زياتره سياسي ګوندونو او حکومت د سپريم کورټ د فېصلې هرکلی کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د هند سپريم کورټ د همجنسه کسانو خپلمنځي ودونو کولو ته د قانوني درجې ورکولو نه انکار کړی او حکومت ته یې لارښوونه کړې وه چې د هم جنسه کسانو د حقونو په اړه د فېصلې کولو دپاره دې د کابينې سيکرټري په مشرۍ د لوړې کچې کميټي جوړه کړي.

سپريم کورټ په کال 2018م کې د هم جنسو تعلق جايزه ګرځولی او د هم جنس پرستۍ ضد يو نيم سل کاله زوړ قانون یې کالعدم ګرځولی وو.

وروسته د هم جنسو ودونو ته د قانوني درجې ورکولو دپاره سپريم کورټ ته خواستونه شوي وو.

سپريم کورټ په يادو خواستونو د نهې/ سه شنبې په ورځ اورولې فېصله کې ويلي عدالت قانون نه شي جوړولی يواځې د قانون تشريح کولی شي د ودونو په قانون يا سپېشل مېرج اېکټ کې د بدلون فېصله کول د پارليمان کار دی.