د کرکټ نړيوال کپ: انګلېنډ پرله پسې په درېمه سيالۍ کې ماتې خوړلې

د کرکټ نړيوال کپ 2023م په روانو سياليو کې د انګلېنډ لوبډله پرله پسې په درېم ځل د ماتې سره مخ شوې ده، تېره شپه ترې د سري لنکا لوبډلې په اتو ويکټو سيالي ګټلې ده.

د سري لنکا سره د سیالۍ ټاس انګلېنډ ګټلی او لومړی بېټګ یې کړی وو.

د انګلېنډ ټوله لوبډله په 34م اوور کې په 156 رنزونو اوټ شوې وه. په ځواب کې د سري لنکا لوبډلې ټاکلی هدف په 26م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو یا اوټ کېدو پوره کړی او سيالي يې ګټلې ده.

انګلېنډ چې د 2019م کال د کرکټ د نړيوال کپ اتلولي ګټلې وه، په روان نړيوال کپ کې یې تر اوسه پورې پينځه سيالۍ کړي او يواځې يوه لوبه یې ګټلې ده.

انګلېنډ په خپله لومړۍ لوبه کې د نيوزيلېنډ نه ماتې خوړلې وه، دويمه سيالي یې د بنګله دېش نه ګټلې، درېمه یې په افغانستان او څلورمه یې په جنوبي افریقې بايللې وه.

د روان نړیوال کپ په لسو لوبډلو کې د انګلېنډ لوبډله دا وخت په نهم نمبر ده، دوه پواينټونه ورسره دي.

دا وخت د هند لوبډله په لومړي سر ده، پينځه سيالۍ يې کړي او پينځه سره یې ګټلي لس پواينټونه یې ترلاسه کړي دي. په دويم نمبر د جنوبي افريقې او په درېم نمبر د نيوزي لېنډ لوبډلې دي، دواړو په پينځو، پينځو سياليو کې څلور، څلور ګټلي او يوه، يوه یې بايللې ده.