د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نیتن یاهو په غزه کې د حماس وسله والو پرضد د اسرایل لخوا د جګړې د دویم پړاو د پیل اعلان کړی اؤ خبرداری یې ورکړی چې جګړه به "اوږده او سخته" وي.
نیتن یاهو د شنبې په شپه په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل، «دا د جګړې دوهم پړاو دی چې هدفونه یې روښانه دي – د حماس د حکومت او پوځي وړتیا له منځه وړل او د یرغمل شویو کورونو ته ستنول»
هغه ژمنه وکړه چې د حماس له خوا د یرغمل شویو ۲۰۰ تنو د خلاصون لپاره به هر ډول هڅې وکړي.
د هغه په وینا "موږ یوازې په پیل کې یو" "موږ به دښمن له ځمکې پورته او د ځمکې لاندې له منځه یوسو"
نیتن یاهو د اسرایل له خوا د غزې له شمالي سیمو د فلسطینیانو د وتلو غوښتنه تکرار کړه، ځکه چې اسرایل په سیمه کې خپل ځمکني عملیات زیات کړي دي.
د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو له خوا د اسرایل پر جنوبي سیمو له هغه برید وروسته غزه د پرله پسې بمباریو لاندې ده، چې پکې تر ۱۴۰۰ زیات کسان وژل شوي وؤ، چې زیاتره پکې عام وګړي وو.
د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ریئر ایډمرل دانیل هاګاري د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې جنګي الوتکو د غزې په شمالي برخه کې د حماس خندقونه، د ځمکې لاندې جنګي تنصیبات او نور د ځمکې لاندې تر ۱۵۰ زیات هدفونه په نښه کړي او د دغې ډلې مهم غړي یې وژلي دي.
هاګاري وویل، «د هغوی وژل، د هغوی له منځه وړل د جګړې په پړاوونو کې یو ښه پرمختګ دی او په ځمکه ګمارل شوؤ ځواکونو ته د یوه کمزوري دښمن پر وړاندې د جګړې زمینه برابروي»
د اسرایل د دفاعي ځواکونو چارواکو په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) پوسټ کړی چې "د شپې په اوږدو کې، د اسراییلو جنګي الوتکو د حماس د هوايي ځواک مشر عاصم ابو رقابه په نښه کړو، دا په ډاګه کوي چې ممکن د تندروه ډلې د هوایي ځواک مشر وژل شوی وي"
"ابو رکابه د حماس د UAVs، بې پیلوټه الوتکو، پاراګلایډرونو، هوايي ځواک او دفاع مسولیت په غاړه درلودو" "هغه د اکتوبر د 7مې د قتل عام په پلان کولو کې برخه اخیستې وه او هغه ترهګرو ته امر کړی و چې د پاراګلایډرونو په واسطه اسرایل ته ننوځي او د اسرایل ددفاعي ځواکونو په پوستو د ډرون بریدونو مسؤل و"
حماس د شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د اسرایل د بریدونو سره به په "پوره ځواک" مقابله وکړي.
د حماس القسام بریګیډ وویل چې د دوی جنګیالیو د غزې په شمال ختیځ ښار بیت حنون او د البریج په مرکزي سیمه کې له اسراییلي پوځیانو سره نښته کړې ده.
د مرستو غوښتنه
د اسرایل د بریدونو له امله د غزې مخابراتي چارې ویجاړې شوې دي چې له امله یې د غزې د اټکل شويو 2.3 ملیونه اوسیدونکو تماسونه له بهرنۍ نړۍ سره شلېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د پراخو ځمکنیو عملیاتو د "احتمالي ناورین د پایلو" خبرداری ورکړو چیرې چې د اسرایل په هوايي بریدونو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
"د56 کلنې قبضې په تناظر کې تر اوسه چې څنګه پوځي عملیات شوي دي دهغې په نظر کې نیولو سره زه په غزې کې په پراخه کچه د ځکمنیو کارروایو د احتمالي تباه کوونکو پایلو اؤ د نورو زرګونو وګړو د وژل کیدو د احتمال په لړ کې د خطر جرس غږوم"
هاګاري وویل چې اسرایل به د شنبې په ورځ غزې ته د خوراکي توکو، اوبو او درملو بار وړونکو لاریو ته د ننوتو اجازه ورکړي، چې لږترلږه د مصر سره د هغې پولې په اوږدو کې د بمبارۍ احتمالي وقفې په ګوته کوي، چیرې چې لږې مرستې رسیدلي دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، د مصر او غزې تراړې ترمنځ د رفح پولې له لارې د لاریو د تفتیش د اوږدونو پړاوونو په ګډون د اسرایل د خنډونو له امله د مرستو رسولو کې خنډان راپورته کیږي ځنډول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ وویل، تر جګړې مخکې د ورځې شاوخوا ۵۰۰ لارۍ غزې ته راتلې، خو په وروستیو ورځو کې په اوسط ډول د ورځې ۱۲ لارۍ غزې ته ننوتي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې "په ټولو هغو خواؤ کې د انسانیت غوښتنه کړې چې اوس د جګړې د پای ته رسولو لپاره توان لري"
په راپور کې ویل شوي: "هر ساعت نور ټپیان مخې ته راځي. خو امبولانسونه دوی ته نه شي رسیدلای. د مړو ځایونه ډک دي. په مړو کې تر نیمایي زیات ښځې او ماشومان دي"
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس د شنبې په ورځ ټویټ وکړ چې د هغه سازمان په غزه کې د خپلو کارمندانو او روغتیایی تاسیساتو سره هیڅ اړیکه نه لري او زیاته یې کړه: "زه د دوی د خوندیتوب په اړه اندیښمن یم"
د حماس تر واکمنۍ لاندې غزې تړانګه کې چې ۲.۳ میلیونه وګړي لري روغتیايي چارواکي وايي، د جګړې له پیل راهیسې، د غزې د وګړو چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، د اورپکو د له منځه وړلو لپاره د اسرایل په کمپاین کې د مړو شمېر ۷۷۰۰ ته رسېدلی دی خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تاید شوې.
په غزې کې زیاتره ودانۍ د خاورو په ډیریو بدلې شوي، خلک سرپناه، خواړه، اوبه، تېل او درمل نه مومي د دوی حالت د جمعې په شپه هغه وخت زیات خراب شو کله چې دتلیفون او انټرنیټ خدمتونه پرې شول او ورپسې د شپې له خوا سختې بمبارۍ وشوې.