د اسرايل پوځ د غزه ښار محاصره کولو دعوه کړې، امریکې په جګړه کې د وقفې ټينګار کړی

د اسرايل پوځ دعوه کړې د غزه پټۍ مرکزي غټ ښار یې محاصره کړی دی. امريکې د اسرايل په وزيراعظم ټينګار کړی فلسطين ته د امداد رسولو دپاره دې په جګړه کې په ځايي کچه وقفه کولو راضي شي.

د اسرایل او حماس جګړه د څلورو اوونيو راهسې دوام لري. د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن په يوه میاشت کې په دويم ځل د اسرايل سفر کړی دی.

له دې وړاندې د اسرايل ځمکنيو ځواکونو د غزې ښار پر لوري د پرمخ تګ ويلي وو. د دې ترڅنګ په جګړه کې د دمې دپاره سفارتي هڅې روانې دي چې فلسطين کې د بشري بحران خرابېدو مخنيوی وشي.

د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د زيارت په ورځ ویلي، "مونږ د جګړې په عروج کې يو. د پام وړ لاسته راوړنې لرو د غزه ښار د مضافاتو نه تېر شوي وو او پرمخ تګ کوو".

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن د منځني ختيځ په سفر روان شوی او ويلي يې دي، هغه به په غزه کې ملکي وګړو ته د کمې مرګ ژوبلې اوښتو دپاره د کلکو ګامونو اخستو په اقداماتو خبره کوي.

او سپينې ماڼۍ ويلي، په جګړه کې په ځايي کچه عارضي دمه پکار ده او ټينګار یې کړی اسرايل به له خپلې دفاع څخه نه ودروي.

د رویټرز ترمخه، فلسطين کې د ملکي وګړو د وژنو سېوا کېدو، خوراک، اوبو او تیلو د کمي له امله نړیوالو مشرانو په جګړه کې د وقفې غږ کړی دی.

اسرايل د وقفې غږ رد کړی او ويلي يې دي د حماس جنګيالي په هدف کوي، او په حماس یې تور لګولی چې په ابادۍ او ملکي وګړو کې پټيږي.

سپينې ماڼۍ هم د جنګ بندۍ د غوښتنو رد کړی دی.

د حماس وسله والو په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې، 1400 اسرایليان پکې وژل شوي او 240 يې يرغمل کړي وو.

اسرايل له دغې وروسته په حماس جګړه پېل کړې په غزه بمباري کوي چې پکې په زرګونو فلسطينيان وژل شوي دي.

د حماس د کنټرول لاندې د فلسطين د صحت وزارت ویلي، د وژنو شمېره د 9061 نه زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ازادو کار پوهانو يوې ډلې خبرداری ورکړی، په غزه کې د فلسطينيانو د "نسل وژنې خطره" پېښه ده.

فلسطين کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې UNRWA ويلي، په تیرو 24 ساعتونو کې یې څلور هغه پناه ځایونه په هدف شوي چېرته چې 20000 بې کوره فلسطينيان مېشت دي.

ملګرو ملتونو د بې کوره کډوالو په کېمپونو د اسرایل په حملو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي ښايي دا متناسبه حملې د جنګي جرمونو په زمره کې راځي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امریکې صدر جوبايډن ويلي وو، په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په جګړه کې "وقفه" پکار ده، چې یرغمل کسان را خوشي کړل شي او د غزې اغېزمنو ته مرستې ورسېږي.

په غزه کې د جګړې وروسته د ايسارو شوو غېر ملکي وګړو لومړۍ ډله د شورو په ورځ مصر ته اوښتې او د زيارت په ورځ نور کسان هم منتقل کړی شوي دي.

د امریکې صدر جوبايډن ویلي، د زيارت په ورځ د غزې نه 74 امریکايان وتلي دي.

د نوموړي د ملي امنيت د کونسل ویاند جان کربي ويلي، د شورو په ورځ پينځه امريکايان د رفحې په پوله اوښتي وو. هغه زياته کړې وه، د دوی د اندازې ترمخه په غزه کې د 1000 نه تر 1200 پورې امریکايي شهريت لرونکي وګړي له کورنیو سره موجود دي.

په فلسطین کې د ملګر ملتونو مرستندويه ادارې ويلي، په تیرو 24 ساعتونو کې یې د غزې په شمال او جنوب کې څلور پناه ځايونه په هدف کړی شوي دي.

د مرستندویه ادارې مشر فلپ لازاريني ویلي، په غزه کې د جباليه په غټ کډوال کېمپ کې يو سکول چې پناه ځای جوړ کړی شوی په بمبارۍ کې اغېزمن شوی، لږ تر لږه 20 کسان پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د اسرایل پوځ ویلي، د زيارت په ورځ یې په جباليه هوايي بریدونه کړي د حماس يو مهم کمانډر یې په نخښه کړی دی. ياد کېمپ د شورو په ورځ هم دوه ځله ویشتل شوی وو.

حماس ویلي په کېمپ کې یې کمانډر نه وو او په بریدونو کې 195 ملکي وګړي وژل شوي دي.

حماس چې امريکې او نورو هيوادونو ترهګره ډله ګرځولې، اسرایل پرې تور لګوي چې ملکي وګړي د ډال په توګه کاروي او خیال کيږي په غزه کې په ځمکه کې دننه ټنلونه يا سورنګان لري او هلته وسله، خوراک او نور څيزونه ذخیره کوي.

(د خبر معلومات د اې پي، رویټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي)