اسرایلي پوځیانو او د حماس وسله والو د شنبې په ورځ د غزې تر ټولو لوی طبي مرکز الشفا روغتون ته څېرمه نښته وکړه اؤ په زرګونو جنګیالي، طبي مامورین او بې ځایه شوي ملکي وګړي په جګړه کې ښکېل شوي دي.
ډاکټرانو ویلي چې د یاد روغتون په وروستي جنریټر کې هم تېل شوي چې له دې امله روغتون کې بجلي خلاصه شوې اؤ له وجې یې د وخت څخه وړاندې زېږیدلی یو ماشوم او څلور نور ناروغان مړه شوي دي.
د روغتون رییس محمد ابو سیلمیا وویل چې د شنبي په ورځ روغتون کې د بجلۍ اساني ختمه شوې ده.
هغه په داسې حال په ټيلي فون خبرې کولې چې ترشا یې د ډزو غږونه اوریدل کېدل ، دنوموړي وینا وه "طبي مشینونو کار پرېښودو،ناروغان په ځانګړي توګه هغه کسان چې د بېړنۍ پاملرنې په حالت کې وؤ مړه شول"
سیلمیا وویل چې اسرایلي پوځیان "د روغتون بهر اؤ دننه په هرچا ډزې کوي" او د ودانیو ترمینځ د حرکت مخه نیسي.
د اسرايلي پوځ چارواکي حماس تورنوي چې د روغتونونو لاندې خندقونو کې وسلې پټوي او د الشفا او نورو روغتونونو لاندې د قوماندې مرکز لري خو حماس او د روغتون کارکوونکي دا خبره ردوي.
د اسرایلو دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ په الشفا روغتون کې د ډزو کولو رپورټونه رد کړي او پر حماس یې تور ولګاوه چې د اسرایلي ځواکونو په هدف یې یو راکټ توغولی چې پر ځای یې پر روغتون لګیدلی دی.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې وه اؤ په دغه حمله کې یې د 1400 نه زيات اسرایليان وژلي او د 240 نه زيات یې يرغمل کړي وو.
په غزه کې د حماس د واک لاندې د روغتیا وزارت وایي چې داسرایل په حملو کې بیا د وژل شوؤ کسانو شمیره تر 11 زرو اوښتې ده چې زیاتره پکې ماشومان دي.
د اسرایل وزیراعظم نيتن ياهو ويلي، څو پورې چې حماس يرغمل شوي کسان نه وي خوشي کړي هيڅ ډول جنګ بندي به نه کيږي.
امريکې حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
د شفا روغتون ډايريکټر ویلي، اسرايل د ياد روغتون خالي کولو غوښتنه کړې خو د ناروغانو بل ځای ته منتقل کولو ځای نه وو.
د فلسطين رېډ کراس يا هلال احمر ويلي، د جمعې په ورځ په غزه کې په القدس روغتون د اسرايل د پوځ په ډزو کې يو تن وژل شوی او 28 نور ژوبل شوي دي. ويل شوي په ژوبلو کې زيات ماشومان دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن ويلي، د فلسطيني وګړو د خونديتوب په لړ کې يو څه پرمختګ شوی خو د وژنو کمولو او د جنګ سره مخ غزه کې د بشري مرستو رسولو دپاره نور ډېر څه کولو ته اړتيا لري.
په عین حال کې د خالي په ورځ په سعودي عرب کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان اؤ عرب هیوادونو د ګډې غونډې په پرېکړه لیک کې په غزې کې سمدستي دجګړې ودرولو غوښتنه شوې ده.
اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې دغزې محاصره دې ختمه اؤ د انساني مرستو رسول دې باوري کړل شي اؤ هم دې اسرایل ته د وسلو برامدات ودرول شي.