شاهين شاه اپريدي د پاکستان د T-20 کرکټ لوبډلې کپتان ټاکل شوی

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې د کپتان بابر اعظم له استعفا وروسته کرکټ بورډ اعلان کړی، شاهين شاه اپريدي یې د T-20 يا شل اووريزو سیاليو دپاره د لوبډلې کپتان او شان مسعود یې د ټېسټ يا پينځه ورځنيو سیاليو د لوبډلې دپاره کپتان ټاکلی دی.

خو د يو ورځنيو لوبو دپاره د کپتان اعلان نه دی شوی.

شاهين شاه اپريدي

له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې 23 کلن کيڼ لاسی بالر شاهين شاه اپريدي د پاکستان په قامي کرکټ لوبډله کې په اپرېل 2018م کې شل اووريز، په ستمبر 2018م کې يو ورځنی او په دسمبر 2018م کې ټېسټ (پينځه ورځنۍ) لوبې پېل کړي دي.

د کرېک انفو کرکټ وېب پاڼې ترمخه اپريدي په 53 يو ورځنيو سياليو کې 104 وکټې، په 24 شل اووريزو سياليو کې یې 64 او 46 ټیسټ سیاليو کې یې 105 وکټې اخستې دي.

شان مسعودي

د کراچۍ اوسېدونکی شان مسعودي، د ټيسټ لوبډلې دپاره ټاکل شوی 34 کلن کپتان شان مسعود کيڼ لاسی بېټر (بېټسمېن) د 2013م په اکتوبر کې د پاکستان په ټېسټ کرکټ لوبډله کې شامل شوی، هغه په مارچ 2019م کې په يو ورځنۍ لوبډله او ستمبر 2022م کې په لومړي ځل په شل اووريزه لوبډله کې لوبېدلی وو.

نوموړي په 30 ټېسټ سیاليو کې 1597 رنزونه، په نهه يو ورځنو کې 163 او 19 شل اووريزو کې یې 395 رنزونه جوړ کړي دي.

بابر اعظم استعفا

د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان بابراعظم پرون د شورو- چارشنبې په ورځ د استعفا اعلان کړی او ویلي يې وو نور به د لوبډلې په هیڅ رنګه لوبو کې برخه نه اخلي.

تر بابر اعظم دوې ورځې وړاندې د پاکستان کرکټ لوبډلې د بالینګ کوچ یا روزونکي مورنې مارکل هم استعفی ورکړې وه.

که څه هم بابر اعظم د کپتانۍ پرېښوولو څه سبب نه دی ویلی، خواستعفا یې په هند کې د کرکټ په روان ورلډ کپ سیالیو کې سېمي فاینل ته د پاکستان د لوبډلې له نه رسېدو وروسته ورکړې ده.

بابراعظم پرون د پاکستان د کرکټ بورډ د نګران کمېټۍ له مشر ذکا اشرف سره په لاهور کې تر لیدو وروسته پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] باندې دا اعلان وکړ.

"نن زه د کپتان په توګه له هر ډول فارمیټ څخه استعفی ورکوم، دا یوه ګرانه فیصله ده خو زه محسوس چې د دې اعلان لپاره دا مناسبت وخت دی".