د اوکراین پوځ وايي، ۱۴ روسي ډرونونه یې غورځولي دي

واشنګټن – اوکراین د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، روس په خپلو نویو بریدونو کې ۱۴ ډرونونه او کروز توغندي کارولي دي.

د اوکراین هوایي‌ ځواک وايي، چې د دوی هوايي دفاعي سیستمونو دغه ټولې ډرون الوتکې د هېواد په مرکزي، جنوبي او لویدیځو برخو کې غورځولې دي.

دمګړۍ د ستر ویجاړي او مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.‌

د اوکراین پوځ همدارنګه ویلي، چې اېکس ۲۲ ماډل میزایل هدف ته له رسېدو مخکې په ژپوریژیا سیمه کې غورځېدلې دی.

اوکرایني چارواکو غورځول شوي ډرونونه په ایران کې جوړ د شهید ډرونونو په نامه پېژندلي دي.

دغه بریدونه د امریکا له هغه خبرداري وروسته شوي چې ایران کېدای شي د اوکراین په جګړه کې د کارولو لپاره روس ته خپل بالسټیک توغندي ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې روس د ایران ددغو بالسټیک توغندیو په بدل کې "تهران ته د میزایلو، الیکټرانیکس او هوايي دفاع په ګډون پراخې دفاعي مرستې ورکوي."

کربي وویل، د ډرونونو ترڅنګ ایران لا له مخکې څخه روس ته رهبري شوي هوايي بمونه او د توپ ګولۍ ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې یې وکاروي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوشیېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز څخه اخېستل شوې دي.