پاپ فرانسیس د چهارشنبې په ورځ د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د اسرایلي عزیزانو او له هغو فلسطینیانو سره چې خپلوان یې په غزه کې پاتې دي، په جلاجلا توګه وکتل. هغه وایي چې دا شخړه له جګړې وتلې او د ترهګرۍ بڼه يې خپله کړې ده.
پخپل کور کې له دې لېدنو وروسته په سینټ پیټرز اسکوایر کې له خلکو سره په خبرو کې کې پاپ وویل هغه له دواړو خواؤ څخه نیغ په نېغه اوریدلي چې دې شخړه کې هغوي له کومو "تکلیفونو" سره مخ دي.
د پاپ وینا وه "د جګړو نتیجه همدا وي، خو دلته مونږ تر جګړو ډیر وړاندې وتلي یو، دا جګړه نه ترهګري ده"
هغه وویل دعا کول پکار دي چې دواړه لوري داسې "جذباتي نه شي چې نور هم په وړاندې لاړ شي اؤ په وروستیو کې ټول ووژني"
په ویټکن کې د اسرایل سفر رافیل شټز ویلي هغه د پاپ له لوري د ادا کړل شوو لفظونو نیغ په نېغه حواله ورکول نه غواړي خو وي ویل چې "یو ساده توپیر دادی چې یو لوري ته وژنې، رسوا کول اؤ د خپلو خلکو پرواه نه کول دي اؤ بل لوری د خپلې دفاع جګړه کوي"
شټز په یو خبري کانفرنس کې هغو اسرایلي کورنیو ته وینا کوله چې له پاپ سره یې لېدنه کړې ده ، په هغوي کې د زیاترو کسانو وینا وه چې هغوي د پاپ په بیان نه دي خبر ځکه چې هغه دغه څرګندونې له ملاقات وروسته کړې دي.
فلسطیني کورنیو هم د چهارشنبې په ورځ وغوښتل یو مطبوعاتي کانفرنس وکړي.
ولس ته د وینا په مهال د موجودو فلسطینیانو یوې ډلې په سپین کفن کې د رانغښتو جسدونو عکسونه اؤ یو کتبه په لاسونو کې پورته کړې وه چې لیکل شوي وؤ پرې" نقبه دوام لري"
نقبه د عربۍ ژبې توری دی چې مطلب یې تباهي ده ، ددې نه مراد د کال ۱۹۴۸م په جګړه کې د فسطینیانو بې کوره کېدل اؤ شړل دي د اسرایل له جوړښت سره سم دغه پېښې رامنځته شوې وې.
د پاپ دا څرګندونې او د دغو ناستو جزیات څو ساعته وروسته له هغې مخې ته راغلي چې اسرایل او حماس په غزه کې د لږترلږه څلورو ورځو لپاره پر اوربند موافقه وکړه.
د اوربند موخه دا ده چې د مرستو رسولو او د اورپکو له خوا د یرغمل شویو لږ تر لږه ۵۰ بندیانو خلاصون ته اجازه ورکړل شي. د دوی خوشې کول به د اسرایل په بند کې د لږ تر لږه ۱۵۰ فلسطینیانو د خوشې کیدو په بدل کې وي.
د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو د اسراييلو پر جنوبي ښارګوټو له شوؤ بریدونو راپدیخوا اسرايل په غزه کې پرله پسې بمبارۍ کوي.
د اسرایل د شمېرو له مخې د حماس په بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان چې ډېری یې ملکي وګړي دي وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي دي.
د حماس تر واکمنۍ لاندې سیمه کې د طبي چارواکو او د ملګرو ملتونو د معتبرو شمېرو له مخې تر ۱۴۰۰۰ ډېر دغزې اوسیدونکي وژل شوي، چې نږدې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.
د دې راپور جزیات له رویټرز خبري اژانس څخه اخیستل شوي دي.