د اسرایل او حماس په جګړه کې د څلورو ورځو جنګ بندي پيل شوې

د اسرایل او حماس ترمنځ د څلورو ورځو په عارضي جنګ بندۍ يا اوربند نن د جمعې په سهار عمل پيل شوی او ويل شوي په جنګ بندۍ کې به حماس يرغمل کړي او اسرایل بندي کسان خوشي کولی شي.

د رپورټونو ترمخه د قطر، امریکې او مصر په هڅو د اسرايل او حماس ترمنځ د شوي تړون لاندې جنګ بندي د زيارت په ورځ عملي کېدل وو خو اسرايل د تړون يوه ورځ وروسته عملي کولو ويلي وو.

قطر ويلي، په جنګ بندۍ کې به د فريقېنو ترمنځ د يرغمل شوو او بنديانو تبادله کیږي.

د قطر د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مجید الانصاري پرون په دوحه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ويلي وو. له ټولو ښکېلو اړخونو سره د خبرو وروسته دغه پرېکړه شوې ده.

الانصاري ويلي د حماس په ولقه کې يرغمل شوي 13 تنه ښځې او ماشومان به د جمعې په ماسپښين پرېښودل شي خو هغه نه دي ویلي چې په بدل کې به یې اسرايل څومره بندي فلسطينيان خوشي کوي.

خبري ادارې (اېسوسي اېټټډ) پرېس د چارواکو له قوله ویلي، د يو اسرايلي يرغمل شوي په بدل کې به درې فلسطيني بنديان پرېښودل کېږي.

د تړون لاندې په څلور ورځې جنګ بندۍ کې به حماس 50 يرغمل کړي کسان او اسرایل 150 بندي فلسطينیان خوشي کوي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت ویلي غزې ته به امدادي مرستې هم زر ورسېږي.

د رویټرز ترمخه د اسرايل پوځ ویلي، په غزه کې به یې پوځ په جنګ بندۍ کې موجود وي.

او حماس ويلي، په جنګ بندۍ کې به کومه کارروايي نه کوي.

مصر ویلي، په جنګ بندۍ کې به د رفعه پولې د لاې غزې ته د ورځې يو لاک 30000 ليټره تېل او ګېس څلور ټرکونه رسي، او د مرستو 200 ټرکونه به هم سامانونه وړي.

د اسرایل پوځ د زيارت په ورځ ویلي، په تيره يوه ورځ کې یې د حماس 300 اهداف په نخښه کړي دي، او عمليات به تر هغې روان وي څو پورې چې ورته د ودرېدو يا جنګ بندۍ نه وي ویل شوي.

اسرايل د حماس پرضد جګړه وروسته له هغې پيل کړې چې په اووم اکتوبر حماس په اسرایل بريد کړی، د اسرایل په وينا 1200 کسان یې وژلي او شاوخوا 240 اسرایليان یې يرغمل کړي وو.

د حماس د کنټرول لاندې د غزې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرايل په پوځي عملياتو کې لږ تر لږه د 5000 ماشومانو په ګډون د 13300 نه زيات فلسطينیان وژل شوي دي.