پاکستان کې نن د ګل/ دوشنبې له ورځې څخه د پولیو ضد څاڅکو پينځه ورځنی او په ځينو ځايونو کې اووه ورځنی کمپاين پېل شوی، ویل شوي د 74 لکه نه زياتو ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
د خېبرپښتونخوا په ځينو ضلعو کې نن او په ځينو کې به په دويم پړاو کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول شي.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه خېبرپښتونخوا کې صوبايي اېمرجنسي اپرېشن سنټر (بېړني مرکز) ويلي، له نن څخه پېل شوې د کمپاين لومړۍ مرحله کې به په بنو، پېښور، مردان، کوهاټ، ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې په ټولو ضلعو کې د پينځو کالو نه کم عمر 86لکه 18254 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.
بېړني مرکز له مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ویلي په دويم پړاو کې به د څلورم دسمبر نه ترې 11م پورې د شمالي وزیرستان د ميرعلي تحصيل په شپږو يونين کونسلو کې، د 11م نه تر 13م دسمبر پورې په کوز او بر جنوبي وزيرستان کې، او 18 نه تر 24م دسمبر پورې په ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، شمالي وزيرستان او ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.
د اې پي پي ترمخه، د بلوچستان صوبې په کوټه، پشين او قلعه عبدالله کې د جمعې د ورځې راهسې د پوليو څاڅکو کمپاين روان دی.
په سيند صوبه کې د صحت محکمې ويلي، له نن څخه پېل شوي د اووه ورځو په کمپاين کې به په 30 ضلعو کې د يو کروړنه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.
د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پينځه پېښې مخې ته راغلي دي.
په یادو پېښو کې درې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع او دوه د سيند صوبې په کراچۍ کې رپورټ شوي دي.
او پاکستان کې سږ کال په ماحولياتي نمونو کې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سيند او پنجاب صوبو څخه د پوليو 65 مثبتې نمونې موندل شوې دي.