اسرایل د غزې سویل کې نورو خلکو ته هم سیمې نه د وتلو وینا کړې؛ خپل بریدونه یې لا پسې پراخه کړي دي

اسرایلي ځواکونه د غزې په پټۍ کې د عملیاتو پر مهال

اسرایلي ځواکونه د غزې په پټۍ کې د عملیاتو پر مهال

د اسرایل پوځ د غزې په سویل کې نورو خلکو ته هم سیمې نه د وتلو وینا کړې ده، ځکه چې دوی د حماس د واکمنۍ د له منځه وړلو په هدف خپل بریدونه لا پسې پراخه کړي دي.

د اسرایل پوځ د غزې د جنوبي ښار، خان یونس په شاوخوا سیمو کې خلکو ته ویلي چې د خپل خوندیتوب لپاره ووځي او جنوب ته لیرې سیمو ته لاړ شي.

په خپرو شوؤ عکسونو کې لیدل کیږي چې د اسرایل لخوا د رانسکورو کړل شوؤ ودانیو نه لوګي پورته کیږي اؤ خلکو مړي په کمبلونو کې رانغښتي اؤ منډې وهي.

د حماس اؤ اسرایل په روانه جګړه کې لا دمخه په زرګونو فلسطینیان وژل شوي دي او د غزې د 2.3 ملیونه اوسیدونکو څخه په څلورو کې درې برخې خلک بې کوره شوي دي چې د سر پناه لپاره خوندي ځایونو ته تښتي.

د اسرایل پوځ ویلي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ یې د غزې په سلګونو مقاماتو بریدونه کړي اؤ خپل ځمکني عملیات د بحیره روم تر څنګ د پرتې سیمې هرې برخې ته پراخه کړي دي.

د حکومت یوه ویاند خبریالانو ته وویل، "موږ د غزې په شمال کې د دې مشن بشپړولو ته نزدې یو".

د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې د روغتیا وزارت ویلي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په دغه سیمه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۵۵۰۰ څخه اوښتې او له ۴۱۰۰۰ کسانو زیات ژوبل دي.

دغه وزارت د ملکي وګړو او د جګړې د مرګ ژوبلې تر منځ توپیر نه کوي، خو وايي چې په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

د خان یونس ښار نه تښتېدلي فلسطینیان چې رفح کې یې صحرایي کېمپ کې اړولي دي

د خان یونس ښار نه تښتېدلي فلسطینیان چې رفح کې یې صحرایي کېمپ کې اړولي دي

د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایل پوځ ویلي وو چې په دوو ورځو کې یې په غزه کې د حماس وسله والو نزدې 400 مرکزونه په نښه کړي. په دغو کې هوايي بمباري، د ټینکونو ډزې او د سمندري پوځ لخوا ډزې شاملې دي. ويل شوي په دغو بریدونو کې د 50 نه زیات په خان یونس او نور د غزه په جنوبي برخو کې شوي دي.

د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل شوي برید کې د اسرایلي چارواکو په وینا 1200 اسرایلیان وژل شوي وو او 240 اسرایلیان د حماس وسله والو یرغمل کړي وو. امریکا، برتانیه، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هیوادونو حماس وسله واله ډله ترهګره ډله ګرځولې ده.

اسرایل وايي، د حماس وسله وال په نښه کوي او د ملکي تلفاتو پړه پر وسله والو اچوي، چې دوی یې د استوګنې په سیمو کې په فعالیتونو تورنوي.

د حماس اؤ اسرایل تر منځ د بل لنډمهاله اوربند هیلې وروسته له هغه ختمې شوې چې اسرایل د تېرې اوونۍ په پای کې خپل جرګه مار یا مذاکرات کوونکي بېرته وبلل.

حماس ویلي چې د اکتوبر په اوومه د فلسطیني وسله والو له خوا د نیول شویو سلګونو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه خبرې باید دایمي اوربند سره وتړل شي.

امریکا، قطر او مصر چې د مخکیني اوربند منځګړیتوب یې کړی، وايي چې دوی پر اوږدمهاله اوربند کار کوي.

(ددې رپورټ معلومات د ایسوسي ایټېډ پریس، رویټرز اؤ ای ایف پي نه اخستل شوي دي)