د غزې په غټو ښارونو کې د اسرايل او حماس سخته جګړه روانه ده

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د غزه په غټو ښارونو کې اسرايل په حماس بريدونه کړي، لږ تر لږه 350 کسان په کې وژل شوي او د زرګونو په شمېره کې فلسطينيان د جګړې څخه پټېدو د سر پناه په لټه کې وو.

د رپورټونو ترمخه د غزې ډېر بې کوره شوي خلک د مصر سره جنوبي پولې رفح سره خوا کې پرتې سیمې ته ننوتي چرته چې اسرايل فلسطينیانو ته ویلي وو دغلته دې ووځي خوندي به وي.

د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي د اسرايلي پوځ د شپې په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه د 37 کسانو د وژلو خبر دی.

د اسرایل پوځ د زيارت په ورځ تور لګولی وسله والو د رفح سره نزدې بشري زون باندې راکټې توغولي دي.

ملګرو ملتونو ويلي، په غزه کې يو ځای محفوظ نشته. د 20 لکو نه د زياتې ابادۍ 85 فیصده خلک د وړاندې نه د خپلو کورونو یا پناه ځايونو نه تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش د بشري تباهۍ څخه د خبرداري خپل کم کاروونکی قوت استعمال کړی، د بحېره روم سره په تنګه سيمه کې یې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا څخه غوښتنه کړې او په غړو هېوادونو یې د جنګ بندۍ يا اوربند ټينګار کړی دی.

امریکا چې د اسرايل تر ټولو غټه ملاتړې ده، بيا بيا د يهودي رياست نه غوښتنه کړې د ملکي وګړو وژنې دې راکمې کړي او زياته کړې یې ده، په شمال او غزه کې زياته تباهي شوې او ډېر فلسطينیان وژل شوي دي.

خو امريکا ويلي، د جنګ بندۍ نه به حماس ګټه پورته کړي او امکان دی د جګړې ودرولو دپاره د ملګرو ملتونو هڅې ودروي.

په لومړي دسمبر پای ته رسېدلې د يوې اوونۍ په جنګ بندۍ کې حماس يرغمل کړي 100 کسان خوشي کړي خو اوس هم خیال کیږی د حماس سره 140 نور يرغماليان بندي دي.

د بلې جنګ بندۍ دپاره هيڅ ډول خبرې نه دي روانې.

دا وخت جګړه د غزه ښار په شمالي برخه کې روانه ده چرته چې اسرايل د حماس تباه کولو دپاره د خپلو هوايي او ځمکني عملیاتو په لومړي پړاو کې ده، دغه ډول د غزه جنوب پله خان يونس ته هم جګړه پراخه شوې ده.

د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، د اسرايل ځواکونه د حماس د مشر يحيی سينوار ځای ته نزدې شوي دي.

جګړې ملکي وګړي جنوب پله تر لرې لرې ديکه کړي دي، د ملګرو ملتونو بشري مرستې یې ګډې وډې کړي او د سختو حالاتو بيا بيا خبرداری ورکړی کیږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په وروستيو کې په لسګونو زره خلک رفح ته رسېدلې، دغه يواځينۍ سیمه ده چرته چې روانه اوونۍ په شمال کې د تشدد د پېښو سېوا کېدو وروسته محدودې بشري مرستې رسېدلې دي.

ګوټېرش ويلي، د ملکي وګړو حالات خرابېدل به د ټولو فلسطينيانو، په سيمه کې د سولې او ثبات دپاره بيرته نه راګرځېدونکې اغېزې ولري.

د اسرايل د بهرنيو چارو وزير ايلي کوهن د ملګرو ملتونو په مشر نیوکې کړي او ويلي يې دي د ګوټېرش د جنګ بندۍ غوښتنه به د حماس ملاتړ وکړي.

د اسرایلي حکومت وياند ايلن ليوي خبريالانو ته ويلي، اسرايل غواړي چې جګړه ختمه کړي خو د هغې يواځينۍ لاره دا ده چې يقيني کړی شي، حماس به بيا په اسرايل حمله ونه کړی شي.

اسرایل په حماس تور لګوي وسله وال یې په روغتونونو او نورو ملکي وګړو په ځايونو کې پټ شوي خلک دې ته هڅوي چې د فضايي حملو نه وړاندې د اسرایل خبرداري ته توجه نه ورکوي او په داسې کولو دغه خلک د ډهال په توګه کاروي. خو حماس دغه تور ردوي.

اسرایل وروسته له هغې د حماس ختمولو دپاره کمپاين پېل کړی چې په اووم اکتوبر په غزه کنټرول لرونکې ډلې حماس جنګیالي جنوبي اسرایل ته ننوتي او 1200 کسان یې وژلي وو.

د حماس ډلې د کنټرول لاندې صحت د وزارت ترمخه د اسرایل په عملياتو کې په غزه کې د 17000 نه زیات کسان وژل شوي 70 فيصده یې ښځې او ماشومان دي.


(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخ اخستل شوي)