د م.م امنیت شورا غزې ته د مرستو په مسوده باندې رایه اچول ځنډولي دي

واشنګټن – د ملګروملتونو امنیت شورا غزې ته د مرستو رسولو په مسوده باندې د امریکا د ملاتړ راخپلولو لپاره د شورو یا چهارشنبې په ورځ رایه اچول وځنډول.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي ویلي، په داسې حال کې چې د اسرایلو بریدونه دوام لري، نیمايي وګړي له ولږې سره مخ دي.‌

دغه رایه اچونه چې د ګل یا دوشنبې په ورځ پلان شوې وه په وار وار په داسې حال کې وځنډېدله چې ډېپلوماټان د یو داسې جوړجاړي په لټه کې دي‌ چې واشنګټن ته د منلو وړ وي.‌

عربي متحده اماراتو چې د ۱۵ هېوادونو د امنیت شورا غړی هېواد دی دغه مسوده تیاره کړې او د مذاکراتو رهبري کوي.‌

په ملګروملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیرې لانا نصیبه خبریالانو ته وویل، "د نورې ډپلوماسې لپاره لږ فرصت ورکول به مثبتې پایلې ولري."

هغې زیاته کړه، "مونږ خبر یو او د ډېرې لوړې کچې مذاکراتو برخه یو چې د هېوادونو ترمنځ روان دي تر څو داسې یو متن ولیکل شي چې په حقیقت کې تصویب کړای شي.‌"

هغې دا هم وویل، "د مسودې د تیارولو موخه دا ده چې په سیمه کې د لخکو لپاره مثبتې پایلې لري او دا هغه څه دي چې هغوی ورته اړتیا لري."

هغې وړاندې وویل، که بیا هم ډېپلوماسۍ مثبته نتیجه ور نه کړه نو دوی به د زیارت یا پنجشنبې په سهار په یادې مسودې باندې رایه ورکړي.

په مسوده کې د شخړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتل شوي چې "اجازه ورکړي، اسانتیاوې برابرې کړي په ټولې غزې پټۍ کې فلسطینیانو ته په بیړه او خوندي توګه د بشري مرستو رسېدل باوري کړي.

په مسوده کې همدارنګه په بیړه د جګړې د درېدو غوښتنه شوې.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په یو خبري کانفرانس کې ویلي، چې امریکا په غزه کې ملکیانو ته د زیاتو بشري مرستو په رسولو کې "مخکښ ځای" لري.