اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې قضیه کې د عمران خان د سزا د فېصلې معطل کولو خواست رد کړ

د اسلام اباد هایکورټ د زيارت/پنجشنبې په ورځ د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د اورول شوې سزا د فېصلې معطل کولو خواست رد کړی دی. د ځايي رپورټونو ترمخه د عمران خان نااهلي په ځای پاتې شوې ده.

په پينځم اګست د اسلام اباد سيشن عدالت جج همايون دلاور عمران خان ته د توشه خانې قضيه کې د درېو کالو بند سزا اورولې، او بيا په 29م اګست اسلام اباد هایکورټ دغه سزا معطل کړې خو عمران خان هايکورټ ته د سيشن کورټ د فېصلې معطل کولو خواست کړی وو.

عمران خان ته د سزا اورول کېدو وروسته د پاکستان الېکشن کمېشن هغه د پينځو کالو دپاره نااهله کړی وو.

د زيارت په ورځ د اسلام اباد هايکورټ د چیف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق محمود جهانګيري د عمران خان په خواست اورېدنه کړې د هغه خواست یې د اورېدنې جوګه نه دی ګرځولی او رد کړی یې دی.

د رپورټونو ترمخه د عمران خان ګوند سپريم کورټ ته د خواست کولو ويلي دي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د عمران خان وکیل بابر اعوان ويلي، عمران خان به په انتخاباتو کې برخه اخلي او د سزا د معطلۍ دپاره به عدالت ته خواست کوي.

په 13م دسمبر د سايفر قضيه کې د عمران خان او د هغه د حکومت د پخواني وزير شاه محمود قرېشي باندې فرد جرم لګول شوی او دواړو د صحت جرم نه انکار کړی وو.

په عمران خان تور دی چې اووم مارچ 2022م یې د امریکې څخه ترلاسه کړی سایفر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی او د ملي امنیت خیال یې نه وو ساتلی.

د ياد تور په اساس د روان کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.

په پينځم اګست د اسلام اباد اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سيشن کورټ عدالت د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د درېو کالو بند او يو لک روپو جرمانه اورولې وه، عمران خان په هغه قضيه کې بندي دی.

له دغې وړاندې په نهمه مې عمران خان د القادر ټرسټ په قضيه کې نيول شوی خو په 11مه مې بيا سپريم کورټ د هغه نيول غېر قانونه ګرځولي او د هغه په فوري توګه خوشي کولو حکم یې کړی وو.