د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی اؤ پوځ دعوه کوي چې یو ترهګر یې په ژوبل حالت کې نیولی دی.
د پوځ مطبوعاتي څانګې آی ایس پي ار د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي امنیتي ځواکونو سیمه کې د ترهګرو یوه ځاله له مینځه وړله چې په دغه مهال یې د وسله والو سره نښته شوې ده.
د پوځ بیان کې د نښتې مشخصه سیمه نه ده ښودل شوې خو ویل شوي چې وسله والو سره نښته کې د محمد ظاهر په نوم د پوځ یو حوالدار وژل شوی اؤ د وژل شوي پوځي تعلق د پښتونخوا د مردان سیمې سره ښودل شوی دی.
پوځ دعوه کړې ده چې د نښتې په مهال یې یو ترهګر په ژوبل حالت کې ژوندی نیولی دی خو د هغه پېژندګلو یې هم نه ده ښکاره کړې چې تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره دی؟
د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د امنیت وضعه یو ځل بیا خرابه شوې ده اؤ دغلته اکثره د پوځ او وسله والو تر منځ د نښتو اؤ بریدونو رپورټونه مخې ته راځي.
د افغان پولې ترڅنګ پاکستاني سیمو ته خبریالانو ته په ازادانه توګه دتګ اؤ رپورټنګ کولو اجازه نه ورکول اؤ په دې نښتو کې رسنۍ یوازې د پوځ یا مقابل لوري په بیانونو اکتفا کوي کوي اؤ رسنۍ نه شي کولی چې د جنګي لوریو دعوې په ازادانه توګه تصدیق کړي.
آی ایس پي ار ویلي د ترهګرو نه د سیمې پاکولو لپاره به د شمالي وزیرستان په یاده سیمه کې خپلو د پاکونې عملیاتو ته دوام ورکړي اؤ ددې ترڅنګ یې هوډ ښودلی چې د ترهګرۍ ختمولو ته یې حوصلې لوړې دي.
تر دې پېښې وړاندې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې هم ترهګرو د پولیسو په یو ګاډي بمي برید کړی ؤ چې پکې د پولیس چارواکو په وینا شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل وؤ .
په دغه پېښه کې د ژوبل عسکرو له جملې څخه هم د ۱۱و روغتیاي حالت سخت ښودل شوی دی.
پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي پاکستان کې په کال 2023م د ترهګرۍ په پيښو کې 69 فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر81 فيصدي پورې لوړه شوې ده.
ويل شوي د ناامنۍ زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوې وې.