امریکا او برطانیې په یمن کې د حوثیانو په ضد حملې پیل کړې – چارواکي

VOA Deewa Breaking News

VOA Deewa Breaking News

د امریکا څلورو چارواکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د روئټرز خبري ادارې ته ویلي چې امریکا او برطانیې په یمن کې د حوثیانو متعلق اهدافو باندې حملې پیل کړې دي.

له هغه وخته چې د ایران د ملاتړه برخمنو حوثیانو په بحیره احمر کې په کښتیو باندې بریدونه شروع کړي، دا وړومبی ځل دی چې په حوثیانو باندې یمن کې دغسې بریدونه ترسره کیږي.

د دې حملو د څرنګوالي په اړه به تفصیل وروسته خپور شي.