واشنګټن – د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، اسرایل چې په غزې پټۍ کې د حماس پرضد کوم ډول عملیات پر مخ وړي "د نسلونو لپاره د کرکې تخم کري."
بورېل دغه څرګندونې د اسرالو د بهرنیو چارو له وزیر او د فلسطیني ادارې د جګ پوړي ډېپلوماټ ریاض المالکي سره د اروپايي ټولنې د وزیرانو له خبرو څخه بېلې کړي.
بورېل خبریالانو ته وویل، "مونږ په زهن کې لرو چې حماس څه دی او څه یې کړي او په یقین سره چې مونږ یې ردو او غندو."
هغه زیاته کړه، "خو سوله او ثبات یواځې په پوځي لارو نه راځي او نه هم د پوځي لارو په کوم ځانګړي ډول سره."
بورېل د هغو لویدیځو چارواکو څخه دی چې په غزه کې یې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په شمېرې باندې نیوکې کړي.
د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۵۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
دغه وزارت د ملکي وګړو او جنګیالیو شمېر پکې نه دی جلا کړی.
بورېل وویل، "بشري حالات تر دې نور نشي خرابېدای."
هغه وايي، "هېڅ داسې لفظ نشته چې حالات پرې تشریح شي، په لکونو خلک هیڅ هم نه لري، سرپناه نه لري، خواړه نه لري، درمل نشته او بمونه پرې ورېږي. او هره ورځ پکې د ملکي کسانو د وژل کېدو شمېر پورته کېږي."
اسرایل حماس په دې تورنوي چې ملکیان یې په خطر کې اچولي او وايي، چې حماس په قصدي توګه له ملکي ځایونو او تونلونو څخه عملیات کوي.
په غزه کې جګړه نن د ګل یا دوشنبې په ورځ هم روانه وه او اسرایلي پوځ پکې په شمال، مرکز او جنوبي برخو کې د حماس پرضد هوايي بریدونه کړي.
دغه ډول په خان یونس کې هم چې د غزې پټۍ دوهم ستر ښار دی د سختې جګړې راپورونه راغلي.
د فلسطین د سره صلیب کمېټې ویلي، د دوی امبالانسونه په دې نه دي توانېدلي چې ټپیانو ته ځآن ورسوي ځکه اسرایلي سرتېرو د دوی د امبولانس مرکز کلابند کړی.
اسرایلو وروسته له هاغې د حماس له منځه وړلو ژمنه کړې چې حماس د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې له ځانه سر وتښتول.
د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د حماس لخوا د جګړې د ختمولو وړاندیز هم رد کړی دی.