ټرمپ د نیوهېمپشاېر پراېمري ټاکنې ګټلي

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په نیوهېمپشاېر ایالت کې د ریپبلکن پراېمري یا د ګوند دننه ووټونه ګټلي

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د ریپبلکن ګوند دننه د صدارتي زغل لپاره کیدونکي ووټونه ( ریپبلکن پراېمري) ګټلي او د هغه مقابل د جنوبي کېرولاینا پخوانۍ ګورنرې نېکي هېلي ژمنه کړې چې د ریپبلکن ګوند صدارتي‌ زغل کې به پاتې کیږي.

د نیوهېمپشاېر پراېمري انتخاباتو تر اوسه شمارل شوي ۵۶ سلنه ووټونو کې ټرمپ ۵۴ فیصده رایې ترلاسه کړي او د هغه مخالف نېکي هېلي ۴۵٪ رایې اخستي. دغه شمارل شوي ووټونه د ټرمپ د امکاني ګټونکي اعلانیدو لپاره پوره دي.

په نومبر کې د صدر جو باېډن په مقابله کې د صدارتي زغل لپاره ودریدو وړاندې کیدونکې څو انتخاباتو کې دا د ټرمپ دویمه ګټه ده. تېره اونۍ ټرمپ د ایووا کاکسز رایې هم ګټلې وې.

نن د شپې ناوخته خپلو پلویانو ته وینا په وخت نېکي هېلي ټرمپ ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې هغه په نیوهېمپشاېر کې بریا ګټلې ده. سره د دې چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ادعا کړې چې د نهې/ شه شنبې د ورځې د ګټې سره به یې د صدارتي زغل مقابله ختمه شي. هېلي ژمنه کړې چې دغه زغل ته به دوام ورکړي.

تېره هفته په ایووا ریاست کې د ريپبلېکن پارټۍ صدارتي اميدوار د غوره کولو دپاره د ګوند دننه انتخابات یا کاکسسز ټرمپ ګټلي وو. د ایووا په کاکسسز کې ټرمپ ۵۰ فیصد ووټونه اخیستي او هېلي په دریمه درجه وه.

Election 2024 Haley

د ایووا ریاست د رایو وروسته، په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کولو دپاره مقابله کې بدلون شوی دی. په ایووا کې په دویمه درجه ولاړ امیدوار ران ډي سېنټس او وېوېک راماسوامی د مقابلې نه لاس په سر شوي دي.

اوس د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي اخیستلو دپاره په مېدان کې ټرمپ او د ملګرو ملتونو دپاره د امريکې پخوانۍ سفيره هېلي پاتې دي.

د ټرمپ او هېلي څخه چې څوک د ريپبلېکن پارټۍ نامړدګي وګټي نو د نومبر په میاشت کې په صدارتي انتخاب کې به واکمن ډېموکرېټېکټ پارټۍ امیدوار او موجوده صدر جوبایډن سره مقابله کوي.

هېلي وايي هغه به د هېواد مسلې حل کولو دپاره نوي لارې چارې لټوي او د ټرمپ بیا صدارت به د زوړ نظام تسلسل وي.

ټرمپ چې د ډي سېنټس او د راماسوامی حمایت يې ترلاسه کړی دی، پلویانو ته وویل په داسې حال کې چې هغه ویني هېلي به په ممکنه توګه د مقابلې نه وویستل شي، ريپبلېکن پارټۍ کې دننه یوالي په زیاتېدو دی.

نظر پوښتنې ښښي په نیو هېمپشیر ریاست کې د ټرمپ د مقبولیت کچه ۵۷ او د هېلي د مقبولیت کچه ۳۸ فیصد ده. هېلي د ساوت کېرولاینا ریاست ګورنره هم پاتې شوې.

ډېموکرېټېک پارټي هم د نهې، سه شنبې، په ورځ په نیوهېمپشیر پرایمري کوي خو د بایډن نوم به په ووټ نه وي خو د ډېموکرېټېکټ پارټۍ پلویان چې د صدارتي انتخاب دپاره بایډه غوره کول غواړي، په ووټ به د هغه نوم لیکي.

په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوارغوره کولو دپاره په ریاستي کچه د ګوند دننه د انتخاباتو وروسته د جولای په میاشت کې به ریپبلېکن پارټي په خپل کنوېشن یا غونډه کې په رسمي ډول خپل صدارتي امیدوار اعلان کړی.

د ډېموکرېټېکټ پارټۍ کنوېنشن د اګست په میاشت کې کېدونکی دی.

د دې خبر ځیني معلومات د ای پي، ای اېف پي او راېټرز خبري‌ ادارې نه اخستل شوي.