واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، د حماس مشرانو د بندیانو په اړه وړاندې شوې معاملې ته ځواب ویلی چې په ترڅ کې به یې په غزې پټۍ کې په روانه جګړه کې وقفه هم راځي.
بلېنکن په دوحه کې د یوې خبري غونډې پر وخت خبریالانو ته وویل، چې د معاملې په اړه شوي وړاندیز ته د حماس ځواب له اسرایلو سره شریک کړای شوی دی.
په واشنګټن کې ولسمشر جو بایډن ویلي، چې مذاکرات دوام لري.
بلېنکن په دوحه کې وویل، "مونږ به د تړون په ترلاسه کولو کې دومره زیات کار وکړو چې امکان ولري چې مونږ مخې ته لاړ شو چې نه یواځې د بندیانو په اړه به یو نوی تړون وي بلکه یو پراخ تړون به وي او نورې ټولې هغه ګټې به ورسره وي."
دغه جګ پوړي امریکايي ډېپلوماټ په غزه کې د یو نوي اوربند د راتلو لپاره د نهې یا سې شنبې په ورځ له مصري او قطري مشرانو سره خبرې وکړې چې د فلسطین ملکیانو ته بشري مرستې هم زیاتې شي.
امریکا، مصر او قطر د اوربند دغه وړاندیز چې اوس د غور لاندې دی تیار کړی. په دغه وړاندیز کې په جګړه کې وقفه هم شامله ده چې د اونیو لپاره به دوام وکړي او په غزه کې به د حماس لخوا بندیان هم خوشې کېږي.
بلېنکن د قطر له واکمن امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د قطر له لومړي وزیر محمد بین عبدالرحمن الثاني سره هم خبرې کړي.
الثاني د ژباړونکي له لیارې خبریالانو ته وویل، "مونږ د بندیانو په هکله د تړون د عمومي چوکاټ په اړه د حماس ځواب ترلاسه کړی. په ځواب کې ځینې تبصرې شته خو په عمومي توګه مثبت دی."
د قطر وزیر اعظم خوشبیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هیله لري چې ډېر ژر به د اوږدمهاله اوربند په بدل کې د بندیانو د خوشې کېدو په برخه کې نتیجې ولري خو د حساسیت له امله یې په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.
بلېنکن د نهې یا سې شنبې وختي د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په قاهره کې کتلي و.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په یو بیان کې ویلي وو چې، "بلېنکن او ولسمشر السیسي د حماس لخوا د بندیانو د خوشې کېدو په اړه پر روانو هڅو خبرې کړي."
هغه زیاتوي، "بلېنکن په دې ټینګار کړی چې امریکا له غزې څخه په زوره د فلسطینیانو د بې ځایه کول ردوي او د د فلسطیني دولت د جوړېدو په برخه کې یې د امریکا د ژمنې یادونه کړې چې اسرایلو او فلسطینیانو ته پرې سوله او امنیت راتلای شي."
د ملګروملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي، د غزې پټۍ دننه د جنورۍ د ۲۹ مې او د فیبرورۍ د څلورمې ترمنځ ۲۰ شریکانو کابو ۱.۸ میلیونو خلکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.
د اسرایلو او حماس ترمنځ په تېر اوربند کې چې په نومبر میاشت کې شوی و تر سلو زیات اسرایلیان او ۲۴۰ فلسطینیان خوشې کړای شوي وو.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرایلو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې تر اوسه پورې تر ۷۷۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او ۶۶۹۰۰ نور ژوبل شوي دي چې په دغو شمېرو کې ۷۰ فیصده ښځې او ماشومان دي.