پاکستان کې د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوي، يو ليټر ډيزل اته روپۍ ۳۷پېسې او پټرول دوه روپۍ او۳۷ پېسې ګران کړل شوي دي. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه ۶۷ فيصده زيات کړل شوي دي.
د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو نوې بيعې اعلان کړي، چې نن د ۱۶مې فرورۍ نه به عملي وي.
د خزانې وزارت ویلي، د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه يو ليټر پټرول دوه روپۍ او۳۷ پېسې ګران کړل شوي چې ورسره د یو ليټر پټرولو بيعه ۲۷۵،۶۲ روپو ته رسېدلې ده.
د اعلاميې ترمخه، د يو ليټر هايي سپيډ ډيزل اته روپۍ او ۳۷ پیسې ګرانولو يو ليټر ډيزل ۲۷۸،۹۶ روپو ته رسېدلې دي.
د نګران حکومت د منظورۍ وروسته اوګرا د ګېسو بيعې هم سېوا کړي او د ګېسو په قيمتونو کې 67فيصده سېوا والي اعلاميه جاري کړل شوې ده.
د اعلاميې ترمخه، په کورنو کې کارېدونکی ګېس کې د مياشتې په سر د ۲۵ کیوبک ميټره پورې پروټکټډ صارفينو دپاره ګېس د ۷۹ روپو سېوا کولو سره د ۱۲۱ روپو نه ۲۰۰ روپو او د میاشتې د ۵۰ کیوبک ميټره پورې پروټکټډ صارفينو دپاره ګېس په قيمت کې د ۱۰۰ روپو اضافه شوې او د ۱۵۰ نه ۲۵۰ روپو ته رسول شوی دی.
په دغه حساب د میاشتې په سر د ۱۰۰ کیوبک ميټره پورې پروټکټډ صارفينو دپاره ګېس په يو اېم اېم بي ي ټو کې د ۲۵۰ روپو سېوا والی شوی او د ۱۰۰۰ اېم اېم بي ټي يو قيمت ۱۲۵۰ روپۍ کړی شوی دی.
همدا راز د ۴۰۰ کیوبک ميټره کورنيو صارفينو دپاره کارېدونکي ګېس په قيمت کې ۳۰۰ روپۍ اضافه شوې، ۳۸۰۰ روپو ته رسول شوی دی.
له دې وړاندې په لومړۍ فرورۍ نګران حکومت هیواد کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د تېلو بیعې لوړې کړې او د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې ۱۳ روپۍ او ۵۵ پیسې زیاتوالی اعلان کړی وو.
همدا شان د هاي اسپیډ ډیزلو په نرخ کې دوه روپۍ او ۷۵ پیسې اضافه اعلان شوې وه.