مرستندویه ادارو په اسرایلو غږ کړی چې له فلسطینانو سره مرسته وکړي

فلسطینیان د فېبرورۍ په ۱۶ نېټه په رفح کې د خوراکي توکو مرستو ته په کتار کې ولاړ دي.

واشنګټن – د ملګروملتونو او د هغوی د شریکانو د ۱۹ ادارو مشرانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ګډ بیان کې خپل خپګان څرګند کړی او له اسرایلو یې څخه یې غوښتي چې "خپل حقوقي مسولیت پوره کړي"، خواړه او طبي وسایل ورکړي او په غزه کې مرستندویه عملیاتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی همدارنګه د نړۍ له مشرانو څخه غوښتي چې تر دې د لا ناوړه غمیزې له پېښېدو څخه دې مخنیوی وکړي.

د بشري مرستو دغه ایتلاف لیکلي، "ناروغۍ په زیاتېدو دي.‌ ولږه په پراخېدو ده. اوبه په ختمېدو دي. بنیادي اډانې له منځه تللي."

دوی زیاتوي، "د خوړو تولید درېدلی.‌ روغتونونه د جګړې په ډګر بدل شوي. هره ورځ یو میلیون ماشومانو ته ضربه رسېږي."

د ملګروملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرفېټس چې د بشري مرستو د ادارو د ټولي مشر هم دی، د خوړو د نړیوال پروګرام، د روغتیا د نړیوال پروګرام، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د پروګرام،‌ کیېر انټرنېشنل، مېرسي کورپس او دغه ډول د نورو ادارو له مشرانو سره په ګډه لیکلي، چې د فلسطین ملکي وګړي بې ځایه شوي،‌ ضربه یې خوړلې، وږي دي او لږه مرسته لري.

د هغوی دغه بیان یوه ورځ وروسته له هاغې رامخې ته شوی چې امریکا د امنیت شورا هغه قانوني مسوده ویټو یا رد کړه په کومه کې چې بیړنۍ اوربند غوښتل شوی.

دا په داسې حال کې چې د اسرایلو او حماس ترمنځ جګړه کې چې پنځمه میاشت یې روانه ده د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۰۰۰۰ ته نېږدې شوی.

جګړه وروسته له هاغې پیل شوه کله چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې له ځانه سره وتښتول د کومې له ډلې چې بیا وروسته ۱۳۰ تنه د تېر لنډمهال اوربند پر وخت خوشې کړای شوي وو.

د ملګروملتونو چارواکو ویلي، چې د دوی مرستندویه عملیات "لا له مخکې څخه په ګونډو شوي" په داسې حال کې چې یواځې ۱۲ روغتونونه په نسبي توګه فعاله دي او کارکونکي یې په ډېرو سختو حالاتو کې کار کوي.

اسرایلو دا رد کړې چې دوی د مرستو لېږل محدودوي بلکه په حماس تور پورې کوي چې هغوی مرستې ځانونو ته یوې خواته کوي.

د اسرایلو د مرستو تنظیم کونکې اداره یا کوګاټ په خپلې وېب پاڼې باندې لیکلي، چې دوی تر اوسه پورې دوه نیم لکو ټنو مرستو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې په هغو کې خواړه، اوبه، طبي وسایل او سرپناه شامل وو.

خو ملګري ملتونه وايي، د مرستو اوسنې جریان روان بیړني حالت ته بسنه نه کوي.‌

دوی وایي، له جګړې مخکې روزانه غزې ته په منځني ډول په ورځ کې ۵۰۰ ټرکه سوداګریز توکې تلل تر څو د ۲.۳ میلیونه وګړو اړتیاوې ورسره پوره شي.