رپورټ: د تېرو لسو کالو په پرتله تېرکال پاکستان کې د تشدد اؤ ترهګرۍ پېښې 53 فيصده زیاتې شوې دي

د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې تېر کال 2023م کې په ترهګریز تشدد کې 53 فيصدي اضافه رېکارډ کړی شوې ده چې په تېرو لسو کلونو کې يې مثال نه موندل کېږي.

یادې ادارې په خپل کلني رپورټ کې ویلي چي کال 2023م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په 789 پېېښو کې تر ټولو زياتې پيښې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې شوې دي.

د رپورټ ترمخه د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ 84 حملې شوې دي.

څېړونکي پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د اصافې علت په افغانستان کې پټ د تحريک طالبان پاکستان وسله وال ښي.

د امنیتي چارو کارپوه محمد نفیس وایي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا روان د ترهګرۍ ضد عملیات د ترهګرۍ اؤ تشدد په کمولو کې ناکامه ښکاري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، مونږ پخوا وسله وال طالبان افغانستان ته د تګ څخه نه وو منعې کړي او اوس هغوي د افغانستان څخه دلته راځي او دا هغه پخواني حالات دي چې بدل نه کړی شول.

هغه وایي افغان طالبان د پاکستان طالبانو سره هسې هم يو اتحاد لري نو ځکه یې هغوي دلته د راتګ څخه نه منعې کوي.

د محمد نفیس په خبره "بله دا چې د تي ټي پي خواخوږي چې په پاکستان کې موجود دي او فعاله کېدو ته چمتو دي او د پاکستان حکومت هم هغوي ته ځکه لاس نه وراچوي چې نظرياتي مسلې دي. په پالیسۍ کې د بنيادي بدلون ضرورت دی، يوازې د ترهګرۍ ضد عملیات په ظاهره ښکاري چې د ترهګرۍ اؤ تشدد په کمولو کې ناکامه شوي دي"

د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيزرپورټ وايي چې پنجاب او سیند صوبې کال 2023م کې د نورو دوو صوبو په نسبت کمې اغېزمنې شوې دي او دغلته يوازې 8 فيصدي وژنې رېکارډ شوي دي.

د سي ار اېس اېس د رپورټ ترمخه په کال 2022م کې پېل شوی تشدد په کال 2023م کې هم په پرله پسې ډول زيات پاتې شوی.

رپورټ وايي د کال 2023م مهم پرمختګ د تحريک جهاد پاکستان نومې ترهګرې ډلې راښکاره کېدل وو چې د ټي ټي پي سره تړل کېږي اؤ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې هم د تحريک جهاد پاکستان ډلې 36 وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز د رپورټ ترمخه تېر کال د انصارالسلام په نوم نوې ډله هم منظر عام ته راغلې او د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې د دغه ډلې 2 وسله وال وژل شوي.

د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي په افغانستان کې واکمنو طالبانو باندې د لاقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته پخپله خاوره کې د پناه ورکولو تورونه لګوي خو افغان طالبان دا ردوي او ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله بلي.

څېړونکي وايي داسې ښکاري چې د پاکستان پوځي قیادت د غوره اؤ بدو طالبانو ترمنځ د توپیر کولو تګلاره پرېښودې ده.

د امنیتي چارو کار پوهه منصور مسيد وایي، داسې برېښي چې دا ځل د پوځی اؤ سیاست قیادت په زړونو کې د طالبانو لپاره نرمښت نه شته .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ماته ښکاري چې دا ځل د طالبانو لپاره د پوځي او سیاسي قیادت په زړونو کې نرمښت نشته، او دا ځل به د هغوي خلاف د وړاندې نه زیات موثره عمليات کېږي خو دا ده چې په کوم ملک کې بغاوت ته د بهر نه لمن وهل کېږي نو د هغې په ختمېدو کې وخت لګي، ددې مخنيوی د زر خبرې نه دي چې په کال شپږو مياشتو کې به یې مخه ونيول شي خو تر يوه حده پورې به کنټرول شي"

د سي ار اېس اېس د رپورټ ترمخه تېر ټول کال کې د پاکستان دننه په فرقه یيزه بنيادونو تشدد کې اضافه شوې ده او د اسلام اباد او ګلګت بلتستان نه علاوه ېې د هېواد ټولې صوبې ځپلې دي.

رپورټ وايي په فرقه یيز بنياد رامنځته شوو 38 پېښو کې 202 کسان وژل شوي دي.