په تجارتي کښتۍ د هوثیانو په برید کې درې تنه مړه او څلور ژوبل دي

واشنګټن – د امریکا مرکزي قوماندې په یو بیان کې ویلي، په یمن کې د هوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې څخه یو بالیسټیک توغندی د شورو یا چهارشنبې په ورځ د عدن په خلیج کې په یوې تجارتي بیړۍ توغول شوی چې د بیړۍ درې تنه کارکونکي پکې وژل شوي دي.

سینټکام ویلي، چې دا د ایران پلوو هوثي یاغیانو لخوا په نړیوالو بیړیو باندې د بریدونو د پیل یعنې د نومبر له نیمايي راهیسې لومړی مرګونی برید و.

دوی دا هم ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د هوثیانو لخوا دا پنځم برید دی.

سینټکام ویلي، د هوثیانو لخوا ویشتل شوی میزایل د باربېدوز هېواد بیرغ لرونکې کښتۍ باندې د کپټان په خونه لګېدلی او بیړۍ اور اخیستی.

بیان زیاتوي، چې له څلورو ژوبل شویو کسانو څخه د دریو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د برید له امله د کښتۍ ۲۳ تنه کارکونکي مجبوره شوي چې کښتۍ پرېږدي.

د نومبر له نیمايي راهیسې د هوثیانو لخوا په ډرون او توغندیزو بریدونو سره په لسګونو تجارتي بیړۍ زیانمنې شوې دي.

په دغو کښتیو کې خپله یمن ته په مرستو بار یوه کښتۍ هم وه او لږ تر لږه یوې بله کښتۍ ایران ته سوداګریز مالونه رسول.

دغه ډول د اېم وي روبي مار په نامه یوه بله کښتۍ چې کیمیاوي سره پکې بار وه د هوثیانو لخوا تر برید وروسته تېره میاشت په اوبو کې ډوبه شوې وه.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجېرېک د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل،

"مونږ په هوثیانو غږ کوو چې په سره بحیره کې دې په نړیوالو کښتیو باندې ټول بریدونه ودروي."

د امریکا او برتانیې په ګډون د شاخوا ۲۴ هېوادونو یو ایتلاف د جنورۍ له نیمايي څخه په دې کار کوي چې دغه سیمه د هوثیانو له بریدونو څخه وژغوري.

د امریکا او برتانیې پوځونو د هوثیانو پرضد ګڼ مشترک عملیات ترسره کړي او دغه ډول امریکا نېږدې هره ورځ د هوثیانو پرضد بریدونه ترسره کړي چې د هوثیانو د توغندیو او ډرونونو مخه ونیول شي.