د شهباز شريف ‏‎په کابینه کې یوه ښځه وزیره او یو وزیر له خیبر پښتونخوا څخه دی

د پاکستان نوي ټاکل شوي وزيراعظم شهباز شريف د ملک صدر اصف علي زرداري ته د ‏‎19‎‏ کسیزه کابينې تجويز يا وړانديز کړی دی.‏

د رپورټونو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف، صدر اصف علي زرداري ته د خپلې کابيني لومړي نومونه استولي او ويلي يې دي، د خواجه اصف، احسن اقبال ‏او نورو وزيرانو نه دې سوګند واخلي.‏

د شهباز شريف په کابينه کې د قامي اسمبلۍ د غړو رانا تنوير حسېن، اعظم نذير تارړ، چودري سالک حسېن، عبدالعليم خان، جام کمال خان، اميرمقام، ‏سردار اوېس لغاري، عطالله تارړ، خالد مقبول صديقي، قېصر احمد شېخ او رياض حسېن پيرزداده شامل دي.‏

د سېنېټ د غړي اسحاق ډار په کابينه کې شاملولو هم ويل شوي دي.‏

د دې سره محمد اورنګزېب، احمد چیمه او سيد محسن نقوي هم په مرکزي کابينه کې د شاملولو وړانديز شوی دی.‏

شهباز شريف چې صدر اصف علي زرداري د کابينې د غړو کوم نومونه استولي په دوی کې ځينې د شهباز شريف په تېر اتحادي حکومت او د هغې نه ‏وړاندې په حکومتونو کې هم وزيران پاتې شوي دي.‏

د اتمې فرورۍ د انتخاباتو وروسته د مسلم ليګ ن شهباز شریف اتحادي ګوندونو وزيراعظم ټاکلی دی.‏

د شهباز شريف د وزيراعظم جوړولو په اتحاد کې پيپلز ګوند هم شامل وو، خو پيپلز ګوند ويلي وو، په کابينه کې به نه شاملیږي او وزارتونه به نه اخلي.‏

خو د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د ملک صدر جوړ کړل شوی، مسلم ليګ ن او نورو اتحادي ګوندونو ورته رای ورکړي دي.‏

د پاکستان چيف جسټس قاضي فايز عيسا د صدر اصف علي زرداري نه سوګند اخستی دی.‏