واشنګټن - د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، دوی د غزې ښار په شفا روغتون باندې عملیات ترسره کړي، چېرې چې دوی په نومبر کې هم د عملیاتو له امله د نړیوالو تر نیوکو لاندې راغلي وو.
د اسرایلو د دفاع وزارت ویاند ډنیل هیګاري په یو بیان کې ویلي، د اسرایلو پوځ دغه عملیات د ګل یا دوشنبې په ورځ ترسره کړي ځکه د حماس لوړ پوړو چاروکو له روغتون څخه د اسرایلو پرضد د بریدونو قومانده ورکوله.
"مونږ به دغه عملیات له پام او احتیاط سره ترسره کړو او دا به باوري کړو چې روغتون د خپلو مهمو چارو ترسره کولو ته دوام ورکړي."
عیني شاهدانو د روغتون په سیمه کې د هوایي بمبارۍ خبر ورکړی. چې د غزې پټۍ تر ټولو روی روغتون دی او همدارنګه د اسرایلي ټانکونو د شتون خبر هم.
د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د نړیوالو فشارونو سره سره ژمنه وکړه چې اسرایل به د مصر پولې ته څېرمه د په رفع کې د حماس پرضد بریدونه وکړي.
دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده په راتلونکو ورخو کې به د اوربند په اړه خبرې په قطر کې بیا پیل شي.
نتن یاهو د کابینې غونډې ته ویلي، "د نړیوالو هېڅ ډول فشار به مونږ د جګړې د اهدافو له ترلاسه کولو څخه و نه دروي" چې په غزه کې د حماس کنټرول له منځه ولاړ شي.
د هغه د دفتر لخوا ددغې خبرو په خپره شوې ویډیو کې دا هم راغلي، "د دې کار د کولو لپاره مونږ به په رفع کې هم عملیات وکړو." خو هغه د سمدستي برید په اړه څه ښکاره نه کړل.
نتن یاهو وروسته د سي ان ان د سټېټ اف دې یونین له خپرونې سره خبرو کې وویل، چې اسرایل به کوښښ وکړي چې له حماس سره په جګړه کې د شپږو اونیو په اوربند موافقه وکړه خو د دې لپاره چې دا ترلاسه شي، "مونږ باید پوځي فشار وساتو."
نتن یاهو وویل، دا د امریکا په سنېټ کې د اکثریت د مشر چک شومر لپاره چې تر ټولو جګ پوړی یهودي امریکايي چارواکی دی "په بشپړه توګه نامناسبه وه" کله چې تېره اونۍ هغه د اسرایلو لپاره د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه او هغه ویلي وو چې نتن یاهو د غزې د بمبار په برخه کې "خپله لاره ورکه کړې".