د اوکراین ډرونونو د روس د تېلو زېرمې ویشتي

واشنګټن – څېړونکي وايي، د اوکراین په وروستیو ډرون بریدونو کې د روس د تېلو چڼ ځایونه ویشتل شوي چې له امله یې د ماسکو لخوا د تېلو د پروسس ظرفیت ورسره اغېزمن شوی.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې کیېف او متحدین یې غواړي چې روس په اوکراین کې د جګړې لپاره د پیسو له اصلي سرچینو څخه محروم کړي.

د رویټرز د شمېرو له مخې، له دغو بریدونو سره په ورځ کې د روس د تېلو تولید ۳۷۰۵۰۰ بېرله کم شوی چې دا د ټول تولید اوه فیصده کېږي.

د ریازېن د تېلو چاڼ خونه د مارچ په ۱۳ نېټه په ډرون برید کې لګېدلې او د اور لګېدنې له امله بنده شوې ده.

د تېلو دغه چاڼ خانه چې د ماسکو په جنوب کې پرته ده،‌ په ورځ کې ۳۱۷۰۰۰ بېرله تېل تولیدوي چې د روس د اومه تېلو ۵.۸ فیصده جوړوي.

په انټرنېټ باندې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اوکراین یو ډرون د چاڼ خانې پرسر له لوګي څخه په ډک اسمان کې ښکاري چې بیا له دورو وهلو وروسته په چاڼ خانه باندې لګېږي او یوه لویه چاودنه کېږي.

رویټرز لیکي، د ډرون بل برید د مارچ په ۱۲ نېټه په نورسي‌ نومې چاڼ ځای باندې شوی چې له ماسکو څخه ۴۳۰ کیلومټره ختیځ لوري ته پروت دی چې له امله یې د د دغې کارخونې د تېلو د تولید ظرفیت نیمايي کم شوی.

کیېف ادعا کوي، چې د تېلو لږ تر لږه اوه چاڼ ځایونه یې ویشتي دي. ګڼ یې له اوکراین سره پولې ته څېرمه ځآیونو کې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په تېرو اونیو کې د خپل پوځ د ډرون بریدونو د وړتیا د زیاتوالي‌ ستاینه کړې.‌

هغه په یوې ویډیوي وینا کې ویلي،

"هغه څه چې زمونږ ډرونونه یې کولای شي، په لېرې واټن کې د اوکراین حقیقې وړتیاوې ښيي.‌ اوکراین به اوس هر کله په اسمان کې خپل جګړیز ځواک ولري."