په خیبر پښتونخوا کې یو عالت هغو دوو جینکو ته د مرګ او قید سزا اورولې چې تېر کال یې د مذهب د سپکاوي په تور خپله استاذه وژلې وه

Your browser doesn’t support HTML5

په خیبر پښتونخوا کې یو عالت هغو دوو جینکو ته د مرګ او قید سزا اورولې چې تېر کال یې د مذهب د سپکاوي په تور خپله استاذه وژلې وه

په ډېره اسمعیل خان کې یو عدالت دوو جونو ته د خپلې استاذې د وژلو په جرم کې د مرګ سزا او د شل شل لکه روپیو جرمانه اورولې ده.

پوهان وایي، د پاکستان قانون هیچا ته له قانون پرته د وژلو اجازه نه ورکوي.

د مدني ټولنې فعالان وایي، په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون د ذاتي ګټو او تربګنو دپاره هم کارول کیږی او که ریاست د دې مخه ونه نیسي نو دا به ټولنی ته په لویه کچه نقصان ورسوي.

تفصیل د ریاض حسين او ارشد مومند په راپور کې.