کلاچي: عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي، د وسله والو برید کې پخوانی سرکاري افسر هم وژل شوی

فائل تصویر

امنیتي چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور ترهګر وژل شوي اؤ په سیمه کې د وسله والو په ډزو د زراعت محکمې پخوانی ډایریکټر احسان الله ګنډا پور هم وژل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي‌ دا پېښه د ګل/دوشنبې په ورځ د ډيره اسماعیل خان اؤ ټانک په برید د پرتې سیمې کلاچۍ په کوټ کندیان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې یو لوړ پوړي پولیس افسر چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، ډیوه ته ویلي په سیمه کې پوځ، د ترهګرۍ ضد محکمې ځواکونو اؤ پولیسو په ګډه د ترهګرو په ضد عملیات کړي اؤ په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمنځ یوه سخته نښته هم شوې ده.

دغه پولیس افسر دعوه وکړه چې په نښته کې څلور ترهګر وژل شوي.

پولیس د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو وایي‌ په هغوي کې یو افغان وګړی هم شامل دی.

پولیسو دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو نه عصري وسلې، بارود اؤ نور مهمات ترلاسه شوي دي.

بل لور ته په کلاچي سیمه کې د زراعت محکمې یو پخوانۍ افسر احسان الله ګنډا پور په یو وسله وال برید کې وژل شوي دی.

پولیس یې پخلی کوي او وايي دا پېښه د کلاچي تحصیل په روړی سیمه کې شوې ده.

د وژل شوي پخواني افسر زوی عنایت الله پولیسو ته ویلي دوی خپل پلارني کلي ته د زوی واده بلنې د پاره په خپل شخصي ګاډي کې روان وو چې په دغه مهال پرې وسله والو ناتاره ډزې کړې دي.

هغه ویلي د وسله والو په شمیر تر اتوؤ تنانو ؤ.

د هغه په وینا چا سره شخصي دوښمني نه لري، د کلاچي پولبس تاڼې چارواکي وايي دې پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د کال ۲۰۲۳ نه د پاکستان دننه د ترهګرۍ پېښو کې اضافه رامنځته شوې ده اؤ د ترهګرۍ دا بهیر وروسته له هغې چټک شوی چې په نومبر کال ۲۰۲۲م کې د پاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ د اوربند تړون مات شو.

د ترهګرۍ زیاتره وروستۍ پېښې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې رامنځته شوي دي.

تر دې وړاندې د مارچ په ۲۱مه نېټه پوځ ویلي وؤ امنیتي ځواکونو افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نزدې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پر ضد عملیات کړي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

تر هغې وړاندې هم آي ایس پي ار دعوه کړې وه چې د روانې میاشتې په پیل کې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په دوؤ بیلابیلو کارروایو کې ۱۰ ترهګر وژل شوي.

تېره میاشت د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل سیمه کې د پولیسو په یوه تاڼه د شپې په مهال شوی برید پشا تمبول شوی ؤ.

پروسږکال په دسمبر کې د ډیره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې د پوځ په یوه ودانۍ د تحریک جهاد پاکستان نومې وسله والې ډلې وسله والو برید کړی ؤ چې پکې ۲۳ پوځیان وژل شوي اؤ تر ۳۰ نور زیات ژوبل شوي وؤ.

د سینټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټیډیز د کلني امنیتي رپورټ له مخې پاکستان کې په کال ۲۰۲۳م کې ۷۸۹ ترهګریزو بریدونو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي عملیاتو کې ۱۵۲۴ کسان وژل شوي اؤ ۱۴۶۳ نور ژوبل شوي وؤ چې دا د تېرو شپږو کالو په مهال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه ده.

د ترهګرۍ دې پېښو کې ۹۰ فیصده مرګ ژوبلې په پښتونخوا اؤ بلوچستان کې رامنځته شوې وې اؤ ۸۴ فیصد بریدونه هم په دې صوبو کې شوي دي.