اوکراین د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی ۱۲ هغه روسي ډرونونه غورځولي چې د اوکراین په بېلا بېلو ځایونونو یې بریدونه کول.
اخوا روس ویلي چې دوی له اوکراین سره پولې ته څېرمه په بیلګراډ سیمه کې د اوکراینیانو هوايي بریدونه شنډ کړي دي.
د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو ویلي، چې ددغه هېواد هوايي دفاع یاد ډرونونه په مایکولېف او خارکیېف سیمو کې غورځولي دي.
د خارکیېف د سیمې والي اولې سنېهوبوف په ټیلیګرام خبر ورکړی چې یوې ودانۍ ته پکې زیان رسېدلی خو مرګ ژوبله نشته.
د مایکولېف والي ویټالي کېم په ټیلیګرام ویلي چې درې ډرونونه د هغه په سیمه کې ویجاړ کړای شوي. خو هغه د کوم زیان او مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړی.
د روس د دفاع وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې د دوی د هوايي دفاع سیستمونو د اوکراین ۱۵ میزایل د شپې لخوا په بېلابېلو پړاونو کې غورځولي دي.
د میزایلو په دغه برید کې د بیلګراډ سیمه په نخښه شوې وه چېرې چې یې والي ویاچیسلیو ګلادکوف په ټیلیګرام د شلو کورونو د ویجاړي او د ګڼو کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړی.