واشنګټن - یو شمېر امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې یو فلسطینی امریکايی ډاکټر د ولسمشر جو بایډن او د مسلمانو رهبرانو له هغې غونډې د اعتراض په بڼه وتلی چې د نهې یا سې شنبې په ماښام شوې وه.
دا پېښه وروسته له هاغې شوې چې د مسلمانانو دغې ډلې د یوې روژه ماتي لپاره د سپینې مانۍ بلنه هم رد کړې وه.
دا پېښه د اسرایلو او حماس له جګړې څخه د بایډن د ملاتړ له امله په امریکا کې د عرب امریکایانو د ټولنې قهر او غوصه څرګندوي.
ډاکټر سیر احمد د بیړنۍ څانګې ډاکټر دی چاچې د جګړې پر مهال په غزې پټۍ کې کار کړی.
دی د مسلمانو رهبرانو په هغې وړې ډله کې و چاچې له بایډن، مرستیالې ولسمشرۍ کمېلا هېرېس او د وایټ هوس له نورو چارواکو سره د نهې یا سې شنبې په ورځ د دې لپاره کتلي وو چې د اسرایلو او حماس د جګړې په اړه د بایډن د ادارې پر چلند ورسره بحث وکړي.
احمد له امریکايي ټي وي سي ان ان سره په مرکه کې ویلي، دی لومړی کس و چې بایدن ته یې خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، "زه د هغې ټولنې یم چې ځورېږو، مونږ غمجن یو او زمونږ زړه د هغه څه له امله مات شوی چې په تېرو شپږو میاشتو کې تېرېږي."
هغه وویل چې هغه بیا وروسته بایډن ته وویل، دی پلان لري چې له غونډې ووځي د خپلې ټولنې او د فلسطینیانو د "درناوي لپاره" څوک چې په غزه کې زیانمن شوي او وژل شوي دي.