شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې "دوه ترهګر" وژلي

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې "دوه ترهګر" وژلي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د نهې - سه شنبې په ورځ ترسره کړي.

پوځ وایي د عملیاتو په مهال د دواړو خواؤ ترمنځ سختې ډزې شوي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو په اړه نور تفصیلات نه دي ښودلي خو ویلي یې دي چې دغه وسله وال سیمه کې د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ وؤ.

د پوځ‌ بیان کې ویل شوي چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه وسلې اؤ په ستر مقدار کې چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

د شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی وتلی خبریال ناصر داوړ وایي شمالي وزیرستان کې دا مهال د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال فعال دي اؤ هغوي وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي، د شمالي وزیرستان تر څنګ په دې وروستیو کې په جنوبي وزیرستان ، کرک، لکي مروت ، ډیر اسماعیل اؤ د صوبې نورو برخو کې هم وسله وال زیات فعال شوي اؤ په امنیتي ځواکونو د پرله پسې بریدونو له لارې پوځ اؤ حکومت ته پېغام ورکوي چې وجود یې ختم نه بلکې لا پیاوړی شوی دی.

د اپریل په شپږمه نیټه خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې په یوه بمي چاودنه کې یو پولیس وژل شوی اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ اؤ هم په دغه ورځ په ټانک ضلعه کې هم یو پولیس د وسله والو په برید کې وژل شوی ؤ.

پوځ په دغه ورځ دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان اؤ د بلوچستان پنجګور سیمه کې یې په عملیاتو کې څلور ترهګر وژلي دي.

تر دغو پېښو یوه ورځ وړاندې د جمعې په ماسخوتن ټانک سیمه کې په پولیسو یو وسله وال برید شوی ؤ چې پکې د پولیسو یو لوړ رتبه افسر یا ډي ایس پي ګل محمد خان اؤ دوه نور پولیس عسکر وژل شوی وؤ.

همدا شان د جمعې په ورځ په جنوبي وزیرستان اؤ بنو کې هم په دوؤ بیلابیلو پېښو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ .

تر دې یوه ورځ وړاندې وړاندې پوځ دعوه کړې وه چې په ډیره اسماعیل خان کې هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اته ترهګر وژل شوي خو ددغو ترهګرو پېژندګلو یې نه وه ښکاره کړې.