واشنګټن – د عراق دوه امنیتي سرچینو او یو امریکايي چارواکي رویټرز خبري ادارې ته ویلي، چې د عراق له زومر ښار څخه لږ تر لږه پنځه راکټونه د یکشنبې یا اتوار په ورځ د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا یو پوځي مرکز لوري ته ویشتل شوي دي.
دا د فیبرورۍ راهیسې کله چې په عراق کې ایران پلوو ډلو په امریکايي سرتېرو باندې خپل بریدونه ودرول د امریکايي ځواکونو پرضد لومړی برید دی.
دا برید یوه ورځ وروسته له دې ترسره شوی چې د عراق لومړی وزیر محمد شیه السوډاني له امریکا څخه له لیدنې راستون شوی.
کتایب حزب الله ډلې ویلي، په عراق کې وسلوالو ډلو له نېږدې درې میاشتني ځنډ او وروسته له هاغې چې په دغه هېواد کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د پوځي ایتلاف ختمولو په اړه خبرو کې لږ پرمختګ وشو بېرته د خپلو بریدونو د پیلېدو پرېکړه وکړه.
کتایب حزب الله پورې یوې بلې تړلې ډلې سبرین نیوز وروسته راپور ورکړ چې د ایران پلوي ډلې لخوا د دغه نوي برید په اړه کوم رسمي بیان نه دی راغلی.
یو امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې له عراق څخه تر پنځو زیات راکټونه په سوریه کې د ایتلافي ځواکونو په مرکز ویشتل شوي خو کوم امریکايي سرتیری په کې نه دی ژوبل شوی.
دغه چارواکي ورته د "ناکامه راکټي برید" نوم ورکړی خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا دا راکټونه د پوځي مرکز په ویشتلو کې هم ناکامه شوي او ایا کوم ویجاړی یې هم نه دی رامنځ ته کړی او یا په مرکز له لګېدلو مخکې له منځه وړل شوي معلومه نه ده.
دا هم نه ده معلومه چې ایا په دې راکټي برید کې خپل پوځي مرکز په نخښه کړای شوي و.
خو دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې له برید وروسته د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځوواکونو د برید کونکو پرضد په عراق او سوریه کې برید ترسره کړی.