په پاکستان کې امنیتي ځواکونو دعوې کړي چې په بلوچستان اؤ پنجاب ایالتونو کې یې وسله والو سره په نښتو کې "پینځه ترهګر" وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې د نهې- سه شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په پښین سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې درې وسله وال وژل شوي اؤ یو بل ژوندی نیول شوی.
د پوځ بیان کې دعوه شوې چې تېره شپه په سیمه کې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي اؤ د عملیاتو په مهال د دواړو خواؤ ترمنځ درنه جګړه هم شوې ده.
پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې په ژوبل حالت کې نیول شوی ترهګر افغان دی.
پوځ دعوه کړې چې په دې عملیاتو کې له ترهګرو درنې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړل شوي دي.
په پنجاب کې هم د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو(سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې وسله والو سره د ډزو د تبادلې په وخت یې دوه ترهګر وژلي دي.
د سي ټي ډي له لوري مطبوعاتو ته لېږل شوي بیان کې ویل شوي د ډزو دا پېښه په بهکر سیمه کې رامنځته شوې اؤ کوم ترهګر چې پولیسو سره نښته کې وژل شوي هغوي په حساسو تاسیساتو برید کې ککړ و.
سي ټي ډي دعوه کړې ده چې دغه وسله وال یې د خېبر پښتونخوا نه پنجاب ته د اوښتو په مهال نښته کې وژلي اؤ وایي د هغوي له ولکې یې درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي چې د هغوي تړاؤ د یوې ناچله ګرځول شوې وسله والې ډلې سره دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د ترهګریزیزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې پکې په ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي خو امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کې د وسله والو د وسلو دعوې کوي.
په پاکستان کې د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړو د زیاتره خبرونو پخلی له ازادو سرچېنو نه کیږي ځکه چې د جګړو سیمو ته خبریالان نه ور پرېښودل کیږي اؤ مطبوعات د جګړو رپورټونو کې د مرګ ژوبلې دعوې یوازې د دخېلو خواؤ د بیانونو په اساس خپروي.