په بلوچستان کې په دو جلا پېښو کې د ډبرو د سکرو یا کویلې د کانونو پنځه مزودران مړه شوي

د دوکۍ ضلعې د چارواکو په وينا، په راغه نومي سيمه کې درې مزدوران په کویله کان کې مړه شوي.

د دوکۍ د کویله کانونو مرستيال انسپيکټر دوست محمد په وينا، پېښه نن له غرمې وروسته رامنځ ته شوې.

" درې تنه په کې مړه شوي دي، اول د عبدالرسول په نامه کس د کولې کان ته لاندې تللی وو، يو څه ساعت پس د هغه زوی همايون او يو بل مزدور محمد ناصر د عبدالرسول په لټه پسې تللی چې د زهرجن ګېس له کبله هلته په کان کې مړه شوي، د مړه شوي پلار او زوی تعلق له افغانستان وردګ سيمې سره دی."

د دوکۍ د ځايي خبريال الله نور ناصر په وينا، د مړه شوي تن محمد رسول کورودانه(ښځه) او يو بل ماشوم زوی له څه مودې څخه هلته په ياده سيمه کې د دوی د مزدورۍ په کوټه کې ورسره اوسېدل.
" ښځه يې ناروغه ده هغه دلته د علاج لپاره راغلې وه، خو اوس يې د ميړه او زوی جنازې و مخ ته پرتې دي."
د چارواکو په وينا د مړه شویو مزدوروانو جنازې به د چمن له لارې د افغانستان وردګو ولایت ته لېږل کېږي.

دويمه پېښه د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې رامنځ ته شوې،
د شاهرګې د چارواکو په وينا، په شاهرګه کې د کویلې کان کې زهرجن ګېس د جمع کېدو له کبله دوه تنه مړه شوي دي.
د ليويز چارواکو په وينا وژل شوي دواړه کسان د بلوچستان د پښتني سيمې پښين ضلعې اوسېدونکي وو.

د ليويز چارواکي محمد خان په وينا،
"د دواړو تنو جنازې مو له سرکاري کاغزي کاروايي کولو وروستو خپلې سيمې ته د ايمبولينس په واسطه ولېږلې."

د ال پاکستان لېبر فېدريشن صدر لالا سلطان په وينا،
د حکومت د بې غورۍ او نه پوښتنې له کبله په مرګونو پېښو کې زياتوالی راروان دی،
د لالا په وينا، روان کال 2024م کې د پاکستان په نورو صوبو کې 23 او يوازې په بلوچستان کې 41 کوله مزدوران مړه شوي دي.

"د بلوچستان په ګډون په ټول ملک کې 64 تنه مړه شوي دي."

د ال پاکستان لېبر فېدريشن تنظيم رپورټ دی چې، په کال 2023م کې د ملک په نورو صوبو کې 148 او په بلوچستان کې 132 کوله مزدوران په بيلا بيلو پېښو کې مړه شوي وو.

د بلوچستان په کوله کانونو کې زياتره د خېبرپښتونخوا، افغانستان او ځايي مزدوران کار کوي.