اسلام اباد کې د امريکې سفير ډونلډ بلوم د پاکستان د سېنېټ چيرمېن يوسف رضا ګېلاني سره په دوه اړخيزه چارو خبرې کړي او د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ترمنځ روانو خبرو په اړه یې خوشبينې څرګنده کړې ده.
د پاکستان د سېنېټ په اېکس (پخواني ټویټر) د ليدنې په اړه ورکړل شوي بيان کې ویل شوي، د امریکې سفير د پاکستان اقتصادي ټيم ستايلی او د پاکستان او امريکې ترمنځ د نورې زياتې اقتصادي همکارۍ په خبره یې زور ورکړی دی.
بيان کې ویل شوي، بلوم د پاکستان مثبتې اقتصادي اشارې منلي، د ګرانۍ او ډالرو د لوړې ذخیرې يادګېرنه یې کړې او زياته کړې یې ده، د نړيوالې مالياتي ادارې مثبت غبرګون به پانګه وال وهڅوي.
𝗜𝗻 𝗮 𝗠𝗲𝗲𝘁𝗶𝗻𝗴 𝘄𝗶𝘁𝗵 𝗔𝗺𝗲𝗿𝗶𝗰𝗮𝗻 𝗔𝗺𝗯𝗮𝘀𝘀𝗮𝗱𝗼𝗿, 𝗖𝗵𝗮𝗶𝗿𝗺𝗮𝗻 𝗦𝗲𝗻𝗮𝘁𝗲 𝗦𝘆𝗲𝗱 𝗬𝗼𝘂𝘀𝘂𝗳 𝗥𝗮𝘇𝗮 𝗚𝗶𝗹𝗹𝗮𝗻𝗶 𝗔𝗱𝘃𝗼𝗰𝗮𝘁𝗲𝘀 𝗳𝗼𝗿 𝗜𝗺𝗺𝗲𝗱𝗶𝗮𝘁𝗲 𝗖𝗲𝗮𝘀𝗲𝗳𝗶𝗿𝗲 𝗶𝗻 𝗚𝗮𝘇𝗮. @usembislamabad@PakinUSA @BlomeDonaldChairman Senate… pic.twitter.com/aCl4qxpyiN
— Office of the Chairman Senate, Pakistan (@OfficeSenate) April 24, 2024
دغه خبرې په داسې وخت کې شوي، چې د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب تمه څرګنده کړې، د روان مالي کال 2023/24 اخره پورې به د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره لس اربه ډالرو ته ورسيږي.
نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته د نورې قرضې يا پور خواست کړی دی.
اورنګزېب په وروستیو کې د واشنګټن په سفر کې د آی اېم سره د پور د نوي پروګرام په اړه ويلي وو، د آی اېم اېف سره په نوي پروګرام کې دوه مهمې خبرې دي، لومړۍ دا چې په اقتصاد کې دا وخت کوم ښه والی لیدل کیږي دا هم دغه شان جاري وساتو، دویم دا چې د اقتصادي اصلاحاتو پلانونه عملي کړو.
نوموړي ویلي وو د اصلاحاتو عملي کولو لپاره حکومت ته درې کاله موده پکار ده. د اقتصادي اصلاحاتو د نه عملي کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې محمد اورنګزیب ویلي، که چرې پخوا شوي اصلاحات عملي شوي وی نو اوس به پاکستان د آی اېم اېف 24م پروګرام ته نه ورتلو.
د پاکستان د سېنېټ په بيان کې ويل شوي، د امريکې سفر د سېنېټ د چيرمېن سره په ليدنه کې د ترهګرۍ ضد د پاکستان هڅې ستايلي، او د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د امریکې د ملاتړ خبره تکرار کړې ده.
ويل شوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه او پارلیماني چارو هم خبرې اترې شوي دي.
پاکستان کې د امریکې سفارتخانې د دغه ليدنې په اړه تراوسه پورې په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی.