دراني: د افغانستان مسلې پاکستان ته، له هند سره دریو جګړو نه زيات تاوان اړولی خو افغان سیاستوال دا ادعا ناسمه بولي

Asif Durani and IOM chief meeting in Islamabad

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، "د هند سره درېو جګړو پاکستان ته دومره مالي او ځاني تاوان نه دی اړولی، څومره چې ‏په څلورو لسيزو کې د افغانستان مسلې يا حالاتو اړولی دی".‏

نوموړي د افغانستان په اړه دغه څرګندونې پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سټراټيجکي مطالعاتو انسټيټيوټ (آی اېس اېس آی) او د ‏جرمني د فرېډرک ايبرټ سټيفټنګ (اېف اي اېس) لخوا (پاکستان په راپورته کېدونکې جيو پوليټیکل منظره) کې د سرخط لاندې جوړې يوې ورځنۍ ‏غونډې ته په وینا کې کړي دي.‏

خو په واشنګټن کې پخواني افغان ډپلوماټ صفي الله دلاور د ښاغلي دراني دا څرګندوې غلطې وبللې او وویل، پاکستان تل د افغانستان او افغانانو پر سر له نړیوالو پيسې اخیستي.

ښاغلي دلاور وايي، پاکستان چې د افغانستان په نوم څومره ګټه کړې هغه یې له هند یا کوم بل هېواد څخه نه ده کړې خو هغه ضرر چې یې افغانستان ته رسولی هم د پاکستان لخوا کوم بل هېواد ته په دې کچه نه دی رسېدلی.

"پاکستان د افغانستان د جهاد په نامه، ناټو ته د خپلې خاورې له لیارې د پوځي اکمالاتو او د افغان کډوالو پر سر په بیلیونونو ډالره له امریکا او نړیوالو اخیستي دي خو همدا پاکستان بیا د افغانستان د جمهوري نظامونو پرضد ترهګر روزلي، ساتلي او جګړو ته یې استولي تر څو چې یې پرې په کابل کې جمهوري نظام ړنګ کړ."

خو اصف دراني ویلي، "د ‏‎9/11‎‏ نه وروسته پېښو په پاکستان بدې اغېزې کړي، د ‏‎8000‎‏ امنیتي عسکرو په ګډون پکې ‏‎80,000‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎150‎‏ بيلينه ‏ډالره تاوان ورته اوښتی دی".‏

د دراني په خبره، "افغانستان د څلور لسيزو راهسې د پاکستان په سيمه ييزه نمونه کې يو مستقل حيثیت جوړ شوی دی".‏

هغه ويلي، "د ترهګرۍ پرضد تش په نوم جګړه کې په تیرو دوه لسیزو کې پاکستان کې ‏‎80,000‎‏ کسان وژل شوي، او اوس هم پاکستان مړي او ژوبل ‏شماري".‏

دراني زياته کړې، له افغانستان څخه " د نېټو ځواکونو وتلو وروسته تمه وه چې په افغانستان او سیمه کې به امن راشي خو دغه تمه پوره نه شوه".‏

د نوموړي په خبره، افغانستان سره "د پاکستان په پوله پرتو علاقو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) بریدونه ‏‎65‎‏ فيصده او ځانمرګي بريدونه ‏‎500‎‏ ‏فيصده سېوا شوي دي".‏

اصف دراني بيا تکرار کړې، ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان بريدونه سېوا کړي او دا د پاکستان دپاره د ژورې اندېښنې خبره ده او "بله ‏زياته د ويرې خبره دا ده چې افغان وګړي په دغو بریدونو کې برخه اخلي".‏

پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ زياته شوې او تور لګوي د افغانستان خاوره د ‏پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کاريږي.‏

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.‏

اصف دراني په خپلو خبرو کې دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې د اوکراين جګړه د سوړ جنګ بڼه اخلي، او د اسرايل حماس شخړې په اړه یې ويلي، نړیواله ‏جګړه یې نوره پېچلې کړې ده.‏

هغه ويلي، که د ايران او اسرايل شخړه په فوري توګه ونه درول شوه، نو دا د منځني ختيځ څخه بهر وتلی شي او پاکستان هم ترې اغېزمن کېدی شي.‏