پېښور پوهنتون کې د قبایلي ضلعو نارینه اؤ ښځینه پولیسو ته د پینځوؤ ورځو مسلکي تربیه ورکړل شوې

په پېښور پوهنتون کې د پخوانیو قبايلي سيمو نارينه او ښځينه پوليسو ته د جرمونو يا کريمينالوجې څانګې له خوا پينځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوې ده.

په دغه تربيه کې پوليسو ته وښودل شول چې څنګه به هغوئ د کار په وخت بشري حقونه خوندي کوي او د خلکو خدمت به کوي.

د پېښور پوهنتون د کريمينالوجې څانګې مشر ډاکټر بشارت وایي، د پخوانۍ قبايلي سيمې نارينه او ښځينه پوليسو ته يې تربيت ځکه ورکړو چې هغوی ته وښودل شې چې په ټولنه کې کوم ډول جرمونه کېږي او مخنیوی به يې څنګه کيږي ؟

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي دې تربیتي غونډه کې پوليس په دې خبره پوهه کړی شول چې بهر او د يوې پېښې پلټنې د پاره به څومره شمېر کې پوليس په کار راولي.

هغه وایي د جرمونو پلټنو کې ثبوت او د هغې ساتنه يو لوی مشکل کار دی او په دې پروګرام کې چې د استاذانو له خوا هغوي (پوليس) ته کوم د عصري پلټنو کوم تکنيک وښودل شو نو دې نه به غوره استفاده وکړي.

"زه هيله مند يم دا ملګري چې کله بهر لاړ شي او دلته يې څه زده کړي نو په کار به يې راولي او ګټې به ترې پورته کوي او د دې تربيت له امله به د جرمونو مخنيوي او د جرمونو د تحقيقاتو په اړه دېر بدلون راشي"

په دغه تربيت کې پوليسو ته وښودل شول چې د چهاپې وهلو، ګرځېدو او تحقيقاتو په وخت به نيول شوؤ کسانو سره وهل ټکول نه کوي او نه به يې په بدني او ذهني توګه ځوروي.

پوليس وايي دې نه وړاندې ورته د نړيوال بشري قانون په اړه هيڅ مالومات نه وو.

د شمالي وزيرستان یو پوليس چارواکی عارف الله چې په دغه روزنیز پروګرام کې یې برخه اخستې، ډیوه ته وایي "دا پينځه ورځنی تربيت مونږ د پاره ډېر ګټور و او دې کې مو ډېر نوي شايان زده کړل."

د هغه په خبره، هر څو که پوليس قوانين کې هرڅه شته خو بيا هم په کارولو کې يې لږ کمی شته.

نوموړی وایي "اوس راته دا وښودلی شو چې څنګه به پوليسنګ کوؤ او خلک به ځان سره سم څنګه بوځو چې هم موثره پوليسنګ وشي او خلکو ته زيان هم ونه رسي او پوليس نه يو موثره ځواک جوړ شي "

پخوانۍ قبايلي سيمې په کال ۲۰۱۸ کې د ۲۵م اييني ترميم لاندې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې وې او بیا د دغو سیمو خاصدار او ليويز ځواک په پوليس کې بدل کړی شول.

پوليس وايي بايد نور داسې پروګرامونه د سړو تر څنګ د ښځينه پوليسو د پاره هم راجوړ کړی شي.

ښځينه پوليس چارواکې مهتاب ډیوه سره خبرو کې وویل "د کومو خبرو چې مونږ ته پته نه وه نو هغه مونږ په دې تربيت کې زده کړې لکه که يو احتجاج وي نو هغه به څنګه قابو کوؤ او دې د پاره يوه خپله فارمولا يا طريقه وښودل شوه چې احتجاج کوونکو سره به څنګه خبرې کوؤ او راضي کوؤ به يې څنګه "

د پوهنتون چارواکي وايي پوليسو ته په دې تربيت کې وښودل شول چې بايد دوی د چهاپې وهلو، پلټنو او د خلکو له خوا د احتجاج کولو په وخت نړيوال قوانين په پام کې وساتي او د قانون له درشلې بهر ونه وځي.