د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو اعلی عدالت د غزې په رفح ښار کې د اسرایل د پوځي عملیاتو د اودرولو په مقصد د بېړنیو ګامونو په باب یوه اورېدنه درلوده چې په کې جنوبي افریقې د اسرایل نه وغوښتل چې غزه پټۍ کې دې د ډزبندۍ پرځای کېدو حکم جاري کړي.
د ډسمبر میاشتې راهېسي چې جنوبي افریقې د نېډرلېنډز په هېګ کې آی سي جې سره د اسرایل خلاف مقدمه درج کړې او اسرایل یې په جنوسایډ یا نسل وژنه تورن کړی، دا درېیم ځل دی چې په هغه اعلی عدالت کې اورېدنه کیږي.
په نېډرلېنډز کې د جنوبي افریقې سفیر ووسيموزي ماډونسېلا د آی سي جې د پنځلس کسیز بېنچ بین الاقوامي ججانو نه وغوښتل چې اسرایل ته دې د غزې نه د "مکملي او غیرمشروطي انخلا" حکم وکړي.
یاد عدالت د وړاندې نه ویلي چې د اسرایل د پوځي عملیاتو له کبله په غزه کې فلسطینیانو ته "حقیقي او قریبه خطره" موجوده ده. د جنوبي افریقې د قانوني وکیلانو په ډله کې شامل یو اېرلېنډي وکیل بلېن ني ګرالیا وویل: "دا شاید د دغه عدالت دپاره آخري فرصد وي چې عمل وکړي."
د انصاف په نړېوال عدالت (آی سي جې) کې ججان د ډزبندۍ او نورو ګامونو اخېستو په حکم جاري کولو کې پراخ اختیارات لري، مګر پخپله آی سي جې د خپلو حکمونو د پرځای کولو/عملي کولو دپاره ځانګړی ځواک نلري. په ۲۰۲۲ کې هم دغه عدالت روس ته حکم کړی و چې په اوکراین باندې خپل پوځي یرغل اودروي، مګر روس د دې حکم پروا نده کړې.
په آی سي جې کې سږکال وړاندې هم اورېدنې وشوې خو اسرایل دا تورونه په کلکه رد کړل چې ګني په غزه کې جنوسایډ یا نسل وژنه کوي. اسرایل ویل تر خپل وسع او توان پورې کوشش کوي چې عام خلک ونه وژني او صرف د حماس تندلاري په نښه کړي. اسرایل وایي، رفح د حماس جنګیالیو آخري ټیکانه ده.
په نړېوال عدالت کې د اورېدنې تازه خواست، رفح ښار ته د اسرایلي عسکرو د ننوتلو په مسئلې راڅرخي.
جنوبي افریقه وایي چې د اسرایل پوځي عملیات، د هغه څه نه ډېر ورتېر شوي کوم چې د ځان جائزه دفاع ګڼل کیږي. د جنوبي افریقي یو قانوني وکیل واوګان لوو وویل: "په رفح کې د اسرایل اعمال، د لوبې آخري برخه ده. دا د غزې په تباه کولو کې آخري ګام دی."
د زیارت/پنجشنبې ورځې په اورېدنه کې چې په اسرایل څه تورونه ولګول شول، اسرایل ته به د جمعې په ورځ اجازت ورکړی شي چې خپل جوابونه وړاندې کړي.