پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه نړیوالې ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.
آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اصلاحات مخې ته راوړي اؤ خپل دولتي لګښتونه دې راکم کړي.
پاکستاني مطبوعات وایي د آی ایم ایف د مامورینو اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ د پالیسۍ د کچې مذاکراتو کې پاکستان نړیوالې مالیاتي ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی اؤ ویلي یې دي چې په یو کال کې به وفاقي حکومت خپل لګښتونه 300 اربه روپۍ راکموي.
په حکومتي پلان کې ویل شوي چې وفاقي وزارتونه به په نوؤ ګاډو اخستو بندیز لګولي د یو کال نه چې د 1 ګریډ نه تر 16م ګریډ کومې څوکۍ تشې پرتې دي هغه به ختمولی شي.
همدا شان آی ایم ایف ته ویل شوي چې وفاقي حکومت به صوبایي حکومتونو ته په پرمختیایي پروژو کې پیسې نه ورکوي اؤ یوازې د مهمو اؤ قامي بڼې ترقیاتي پروژو لپاره به صوبو ته وسایل ورکول کیږي.
د حکومتي پلان له مخې د انفراسټرکچر یا اساسي رغاوڼې پروژې به د د ولسي شخصي شراکت دارۍ په اساس سرته رسولی شي اؤ هم به صوبایي حکومتونه د خپلو صوبو پوهنتونونو ته پنګې له خپل لوري ورکوي.
نړیوالې مالیاتي ادارې ته ویل شوي چې د راتلونکي مالي کال لپاره به له دفاع اؤ پولیس پرته نوؤ بهرتیانو لپاره د رضاکارانه پنشن په اسیکم هم غور کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف پخپل یو تازه رپورټ کې د مالي کال 2024-25 لپاره د پاکستان وفاقي بجټ کې د دفاعي چارو لپاره اېښودل کېدونکو پیسو کې د 313 اربه روپو د اضافې اټکل کړی دی.
نړیوالې مالیاتي ادارې اټکل کړی چې راتلونکي مالي کال لپاره به د پاکستان دفاعي بجټ 2152 اربه روپۍ وي چې دا د پاکستان د روان مالي کال د دفاعي بجټ لپاره بیلو کړل شوؤ پېسو څخه 313 اربه روپۍ زیاتې دي.
پاکستان په نزدې وختونو کې د یو داسې سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوی ؤ چې د اقتصادي سقوط ګنګوسې یې راپورته شوې وې خو بیا یې آی ایم ایف سره د درېوؤ اربو روپو یو لنډ مهاله د پور تړون وکړو اؤ خپل غورځېدلی اقتصاد یې یو څه راپورته کړو.
د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې اوس یو وارې بیا پاکستان هڅه کوي چې آی ایم ایف څخه د شپږو نه نیولی تر اتوؤ اربو ډالرو د پور یو بل پروګرام تر لاسه کړي خو آي ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې خپل دولتي لګښتونه باید راکم اؤ د ټیکسونو لمن پراخه کړي